د عامې روغتیا وزارت لس کلنه پالیسي د عامې روغتیا وزارت د اجرائیوي بورډ لخوا تصویب شوه

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۹:۴۳
د عامې روغتیا وزارت لس کلنه پالیسي د عامې روغتیا وزارت د اجرائیوي بورډ لخوا تصویب شوه

پنجشنبه، زمری ۷/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت لس کلنه پالیسي، نن د اجرائیوي بورډ په ناسته کې وړاندې شوه، چې له وړاندې کولو وروسته د عامې روغتیا وزارت د سرپرست ډاکتر وحید مجروح او د اجرائیوي بورډ غړو لخوا تصویب/تائید شوه.

په دغه پالیسي کې ټولې روغتیایي برخې په پام کې نیول شوي دي.

له بلې خو، په دې ناسته کې، د ریفورم پروژې او مخدره توکو د کمولو پروژې د یو شمېر کار کوونکو د غبرګولي میاشت د معاشونو تادیه کولو او په پکتیا ولایت کې د سپاهي خېلو کلینیک د بیا رغونې کار چې د دو قومونو ترمینځ د ځای پر سره د اختلافاتو له امله درول شوئ وؤ تر بحث لاندې ونیول شو او د عامې روغتیا وزارت سرپرست د اړوندو څانګو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د دې مسلې د حل په موخه د پکتیا ولایت او د چارو ادارې له استازو سره ناسته وکړي.

دغه راز، ډاکتر مجروح، د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونو څارلو په پار په ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت د ریاستونو پرځواب ویلو ټینګار وکړ او له هغوئ یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي اجراات وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۵:۵۲
Background image

په کابل ښار کې بې ځایه شويو کورنیو ته د خدمتونو وړاندې کولو په پار شل روغتیایي ټیمونه وګمارل شول

چهارشنبه، زمری ۲۰/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د جمهوري ریاست د چارو ادارې د انسجام مرستیال ډاکټرعبدالکریم توتاخېل، پېښو ته د رسېدو وزارت او د کابل امنیه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۹:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست: په اوسني وضعیت کې بېړنیو روغتیایي پېښو ته لاسرسی اړین او متفاوت چلند ته اړتیا لري

سه شنبه، زمری ١٩/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د بېړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي د همغږۍ په پارجوړه شوې غونډه کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او اړینو برخو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۷:۱۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بې پولې ډاکترانو بنسټ له عمومي رییس سره وکتل

دوشنبه، زمری ١٨/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، د بې پولې ډاکتر بنسټ (ام اس اف) له عمومي رییس ښاغلي فلیپي ریبیریو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS