د عامې روغتیا وزیر د خوست ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۳۲
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مل پلاوي سره په ګډه د خوست ولایتي روغتون له خدمتونو لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې چې د خوست ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر احمد یې ملتیا کوله د ولایتي روغتون له بېلا بېلو روغتیايي څانګو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د روغتیايي کارکوونکو سره هم ولیدل، دهغوۍ ستونزې او وړاندیزونه یې واورېده او د حل ډاډ یې ورکړ.

ښاغلي وزیر په دې روغتون کې د اکمال تخصص برنامې پیاوړي کېدل، او د ټرینرانو او ټریني متخصصینو لپاره د یو مناسب چاپېریال رامنځته کول اړین یاد کړل او په دې برخه کې یې د بشپړې پاملرنې ډاډ ورکړ.

نوموړي همداراز د یاد روغتون د تشکیل زیاتوالي، روغتیايي خدمتونو پراخېدو او د طبي تجهیزاتو برابرېدو لپاره په دې ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ته لازمې سپارښتنې وکړې؛ څو په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS