د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو دندې و ارزول شوې
د روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي روغتیا رییسانو دندې و ارزولې.
په دې ناسته کې لومړی ډاکټر عثماني ټولو روغتیايي کار کوونکو ته د لوی اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د لوی اختر په ورځو کې زموږ همکارانو په مرکز او ولایتونو کې د صحي مرکزونو له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه ترڅو اړو کسانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پروسه له نږدې وڅاري.
د عامې روغتیا وزارت نوماند زیاته کړه، " د خپلو سفرونو په لړ کې چې ولایتونو ته یې درلودل، په دې سفر کې موږ د سمنګان ولایت د کوویډ - 19 روغتون څخه هم لیدنه وکړه، چېرې چې د لږ مصرف او ښه فعالیت آکسیجن دستګتاه نصب شوې. موږ د دې ولایت له روغتیایي مسؤولینو څخه مو غوښتنه وکړه ترڅو د دې وسیلې مشخصاتو په شریکولو سره د نورو ولایتونو عامې روغتیا ریاستونو سره په ټولو برخو کې مرسته وکړي.
ډاکټر عثماني په پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې د قوي میکانیزم (SM) پروژې لپاره د درملو تدارکاتو، د تدارکاتو کې پرمختګونو او په دې ولایتونو کې د درملو رسولو په هرات، ننګرهار، بلخ، زابل، دایکندي، کونړ، او پکتیکا ولایتونو کې د کوویډ –۱۹ناروغانو عمومي حالت څېړلو په اړه مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
سربېره پردې، د عامې روغتیا نوماند وزیر د عامې روغتیا ولایتي مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د کوویډ -۱۹روغتونونو وارډونو کې د ناروغانو مطابق روغتیايي کارکونکي تنظیم کړي او د اضافي کار کوونکو له شتون څخه دې مخنیوی وشي.