د مالي او اداري معینیت سرپرست له یوشمېر استادانو او طبي متخصصینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر؛ نن د کابل روغتونونو له یو شمېر استادانو او متخصصینو سره وکتل.
په دې ناسته کې د کابل روغتونونو استادانو او متخصصینو د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د لارښوونې په اړه چې په دې وروستیو کې د اکمال تخصص برنامه د معیاري کولو او ښه کولو په اړه ورکړل شوې ده خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
ډاکټر قدیر د دوی د نظرونو او وړاندیزونو د اورېدو پرمهال د روغتیا سکتور څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام په قوي ملاتړ ټینګار وکړ او دا یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ښه کولو لپاره یو ښه فرصت وباله.
د مالي او اداري معینیت سرپرست، د هېواد د استادانو او متخصصینو له کړنو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره په دې برخه کې عمومي بدلون ته اړتیا ده او ټاکل شوې ده چې د اکمال تخصص برنامې د معیاري کولو په پار د دې برنامې د کړنو او اړتیاوؤ په اړه ارزونه ترسره شي.
هغه همدارنګه د دې غونډې په پای کې یوه کمیټه جوړه کړه ترڅو د دوو اونیو په اوږدو کې د متخصصینو ټولې اړتیاوؤ او کړنو بیاکتنه وکړي او د تخصص برنامې ته وده ورکولو لپاره دې هراړخیزه جامع طرحه چمتو کړي.