د مالي او تدارکاتي چارو د ښه والي په موخه غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۸:۳۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام دفتر مشاورینو، د تخصصي او ثالثي روغتونونو، خصوصي سکتور، تدارکاتو، مالي برخې، بشري سرچینو او بېلا بېلو ادارو استازو په شتون کې د روغتونونو د تدارکاتي او مالي ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته کې ګډونوالو په تدارکاتي، مالي، بشري سرچینو او په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د شته ستونزو د حل په لارو چارو بحث او خبرې ترسره کړې.

د یادې ناستې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني لارښوونه وکړه، چې د روغتونونو په برخه کې شته ننګونې  دې په یوه پریزینټېشن کې چمتو او په راتلونکې ناسته کې دې د عمومي کمېټې غړو ته  وړاندې کړي؛ ترڅو له دې وروسته په دې برخه کې فرعي کمېټې وټاکل شي او څرنګه چې لازمه وي په اړه یې اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS