د هرات ولایت شیدایي کووېد -۱۹ روغتون د میر ابراهیم بسیم په نوم ونومول شو

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۷:۱۴
د هرات ولایت شیدایي کووېد -۱۹ روغتون د میر ابراهیم بسیم په نوم ونومول شو

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټراحمد جواد عثماني له بادغیس او غور ولایتونو وروسته نن هرات ولایت ته تللی او د یاد ولایت روغتیایي کار کوونکو له کړنو څخه چې کورونا ویروس پروړاندې د مبارزې لومړی کرښه کې وؤ ستاینه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر دغه روغتیايي کار کوونکي د هېواد اتلان وبلل او دوی یې د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه، ماتې ورکولو او د ناروغانو د ژوند ژغورلو کې ارزښتناک وګڼل.

په ورته وخت کې، ډاکټر عثماني په خپلو خبرو کې وویل چې شهید میر ابراهیم بسیم د هرات ولایت کووېډ -۱۹ روغتون له پیاوړي کادرونو څخه وؤ ستاینه وکړه نوموړي خپل ژوند د کورونا ناروغانو د درملنې په برخه کې په یاد ویروس تر اخته کېدو وروسته له لاسه ورکړ، چې په دې سره د هرات ولایت شیدایي کووېډ -۱۹ روغتون یې هم د ښو کړنو او روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په پار د شهید میر ابراهیم بسیم په نوم نومول شو.

د عامې روغتیا نوماند وزیر روغتیايي مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې په یاد ولایت کې د کورونا د دوهمې څپې خپرېدو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي ترڅو د کووېډ -۱۹ ناروغانو سمه درمنله وشي.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې دې روغتون لپاره د اکسیجن د تولید دستګاه وې ولېږي ترڅو یاد روغتون د اکسیجن کموالي ستونزې سره مخ نشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۲۱:۴۹
Background image

په پکتیا ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د مرکز ګردیز ښار له یو شمېر کلینیکونو، لابراتوارونو، غاښونو کلینیکونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۲۱:۴۰
Background image

په جوزجان ولایت کې خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د دې ولایت له یو شمېر خصوصي کتنځایونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۲۱:۲۹
Background image

د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د  پنجښېر ولایت عامې روغتیا ریاست سره د ۹۱ کارتنه درملو او طبي تجهیزات مرسته وشوه

یاده مرسته د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست له لوري د رخه ولسوالۍ څلوېښت بستریز روغتون مسؤلینو ته وسپارل شوه، چې  لسګونه قلمه درمل او طبي تجهیزات په کې شامل وو.

 

BACK TO NEWS