د کورونا درېیمې څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د تدابیرو څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شو

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۱:۲۹
د کورونا درېیمې څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د تدابیرو څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شو

یکشنبه، وری ۲۲/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح؛ نن د یوې ناستې په ترڅ کې په هېواد کې د کورونا ویروس درېیمې څپې پر وړاندې د روغتیایي ادارو د تدابیرو څرنګوالی تر بحث لاندې ونیوؤ.

په دې ناسته کې، د جینو ټایپنګ برخه کې د روغتیایي کار کوونکو د روزنې، له ټولو ولایتونو څخه د کورونا نوي ډول د سمپلونو راټولول، د کورونا ویروس له امله د رامنځته شوي وضعیت د ارزولو په موخه د ننګرهار ولایت ته د تخنیکي ټیمونو استول، په مرکز او ولایتونو کې د لازمو تدابیرو نیول او په نورو ولایتونو کې د شته ستونزو په تړاو یې خپل کاري راپورنه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په اړونده برخو کې د روغتیایي ادارو د پرمختګ له امله خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د کورونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره لا زیاته هڅه وکړي.

هغه په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې د کورونا نمونو کیفیت په کنټرول باندې ټینګار وکړ او اړوندو څانګو مسؤلینو ته يې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

دغه راز ډاکټرمجروح د کورونا واکسین په هېواد کې د کورونا ویروس د له منځه وړلو لپاره یو مهم ګام وباله او د عامې روغتیا له ولایتي رئیسانو یې وغوښتل چې د کورونا واکسین د پلي کولو په پروسه کې جدي هڅه وکړي.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو، د خصوصي سکتور او د روغتیايي خدمتونو پلي کوونکو مؤسسو استازي د ویډیو کنفرانس له لارې برخه اخیستې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د مهمند نړیوال روغتون څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د شنبې په شپه۱:۳۰ یوه نیمه بجه د مهمند نړیوال روغتون څخه لیدنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۹:۲۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د پلي کوونکو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل

یکشنبه، وری ٢٢/١٤٠٠

د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح؛ نن د یوې ناستې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو د پلي کوونکو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل.

ډاکتر وحید مجروح، د روغتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۱:۲۹
Background image

د کورونا درېیمې څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د تدابیرو څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شو

یکشنبه، وری ۲۲/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح؛ نن د یوې ناستې په ترڅ کې په هېواد کې د کورونا ویروس درېیمې څپې پر وړاندې د روغتیایي ادارو د تدابیرو څرنګوالی تر بحث. . .

BACK TO NEWS