د کورونا ویروس درېیمه څپه د لومړۍ او دویمې څپو په پرتله وژونکې ده

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۲۳:۱۸
د کورونا ویروس درېیمه څپه د لومړۍ او دویمې څپو په پرتله وژونکې ده

دوشنبه، غبرګولی ٢٤/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح؛ نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې برخه واخیسته او د هېواد د روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د کورونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې درېیمه څپه د لومړۍ او دویمې څپو په پرتله خورا وژونکې ده.

ډاکتر مجروح، د کورونا ویروس درېیمې څپې پر وړاندې د عامې روغتیا وزارت تدابیرو ته په اشارې سره وویل: د عامې روغتیا وزارت د لومړۍ او دویمې څپو په پرتله په روغتیايي مرکزونو کې ډېر اقدامات کړي دي، په پلازمېنه او ولایتونو کې د کورونا ویروس د تشخیص ٢٩ لابراتوارونه رامینځته کول، د کورونا او غیر کورونا روغتونونو کې د بسترونو د شمېر زیاتول، د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړول، په محمد علي جناح، قصبې، افغان - جاپان او اندونیزیا پولي کلینیک کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ نصب کول او په روغتیایي مرکزونو کې د تجهیزاتو برابرول د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د دغه وزارت د تدابیرو له مهمو مواردو څخه دي.

هغه همدارنګه وویل چې د اکسیجن کمښت ستونزې د حل لپاره له ایران څخه ٣٥٠٠ آکسیجن بالونونه پېرودل شوي، له ازبکستان هېواد د شوې هوکړې له مخې هره ورځ شاوخوا درې سوه بالونه اکسیجن افغانستان ته استوي او ټاکل شوې ده چې د هېواد په لسو ولایتونو کې د اکسیجن د تولید نوې پېرودل شوې دستګاه وې نصب او فعاله شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام د کورونا واکسین د تطبیق په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: چې افغانستان د یوې مشخصې طرحې له مخې د نړیوالې ټولنې څخه د واکسین غوښتنه وکړه او د واکسین په ترلاسه کولو بریالی شو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست یوځل بیا خبرداری ورکړ که چېرې خلک روغتیایي سپارښتنې عملي نه کړي نو موږ به له یو بشري ناورین سره مخ شو

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۹:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت لس کلنه پالیسي د عامې روغتیا وزارت د اجرائیوي بورډ لخوا تصویب شوه

پنجشنبه، زمری ۷/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت لس کلنه پالیسي، نن د اجرائیوي بورډ په ناسته کې وړاندې شوه، چې له وړاندې کولو وروسته د عامې روغتیا وزارت د سرپرست ډاکتر وحید مجروح او د اجرائیوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۸:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر د نړیوال بانک له رئیس سره وکتل

پنجشنبه، زمری ۷/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د یوې ناستې په ترڅ کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس سره د عامې روغتیا وزارت کې وکتل.

په دې ناسته کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۹:۴۶
Background image

د IPEHS روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو نوې کڅوړې مسوده او یا د اساسي روغتیایي خدمتونو مدغم شوې کڅوړه د پلي کوونکو مؤسسو سره تر ارزونې لاندې ونیول شوه

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد شفیق میرزا زاده، د چهارشنبه ورځ د روان کال زمري ۶ مه د روغتیایي خدمتونو پلي کوونکو مؤسسو له استازو سره په یوه ناسته کې د IPEHS. . .

BACK TO NEWS