د کورونا ویروس درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د روغتیایي ادارو کړنې و ارزول شوې

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۱۳:۲۱
د کورونا ویروس درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د روغتیایي ادارو کړنې و ارزول شوې

پنجشنبه، غویی ٩/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح، نن په یوه غونډه کې د کورونا ویروس د درېیمې څپې پر وړاندې مبارزې لپاره د روغتیایي ادارو کړنې وارزولې.

په دې غونډه کې، د عامې روغتیا وزارت د تخنیکي کمېټو رییسانو، د روغتیا ولایتي رییسانو او د خصوصي روغتیایي سکتور استازو د اکسیجن بالونونو د شتون، په روغتیایي مرکزونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وو نصب، د تبیلغاتي موادو وېش او ننګونه، په هوایي ډګرونو او اړین ځایونو کې د سکر یننګ ټیمونه ټاکل، په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر، د کوویډ -١٩ لابراتوارونو تدابیر، د مرکز او ولایتونو په روغتیایي مرکزونو کې د بسترونو ظرفیت، د کورونا واکسین د پلي کولو پروسه او په مرکز او ولایتونو کې د پي سي آر دستګاه وؤ د شتون او فعالولو او ځینو نورو مهمو روغتیایي مواردو په اړه خپل کاري راپورونه، ننګونې او وړاندیزونه په مفصل ډول وړاندې کړل.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د روغتیایي ادارو د دندو ارزولو پرمهال اړوندو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د کورونا ویروس درېیمې په مخنیوي کې دې لا زیاته هڅه وکړي.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د کورونا ویروس د درېیمې څپې پر وړاندې مبارزه کې د خصوصي روغتیایي سکتور رول مهم وباله او په ټولو اړوندو بنسټونو یې وغوښتل چې په دې حساس بحراني حالت کې د عامې روغتیا وزارت سره بشپړه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۵:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د نړیوال روغتیا سازمان د ختیځ مدیترانې حوزې د همغږۍ ناسته کې ګډون وکړ

دوشنبه، غویی٢٠/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د نړیوال روغتیا سازمان ختیځ مدیترانې حوزې د همغږۍ په ناسته کې د نړیوال روغتیا سازمان (ایمرو) کې په انلاین ډول ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یونیسف ادارې له استازي سره وکتل

دوشنبه، غویی ۲۰/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن په افغانستان کې د یونیسف ادارې د استازي له مرستیالې مېرمن الیس اکونګا سره وکتل.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، له. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۳:۳۸
Background image

د کورونا ویروس درېیمې څپې پر وړاندې د مبارزې په تړاو د روغتیایي ادارو کړنې وڅېړل شوې

شنبه، غویی ۱۸/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د یوې ناستې په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې د روغتیایي ادارو کړنې ترارزونې لاندې ونیولې.

په دې ناسته کې د دې وزارت. . .

BACK TO NEWS