د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه کې د ولایتي روغتیایي مسؤلینو د کړنو څرنګوالی وارزول شو

Panah_moph
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۳:۰
د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه کې د ولایتي روغتیایي مسؤلینو د کړنو څرنګوالی وارزول شو

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل؛ د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر، نن له لیرې لارې د یوې ناستې په ترڅ کې د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو، د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو، خصوصي سکتور، د روغتیایي شریکانو استازو او روغتونونو له رئیسانو سره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکول او کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په پار یې خبرې وکړې.

په دې ناسته کې لومړی، د ننګرهار، خوست، لغمان، جوزجان، هلمند او کاپیسا ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د روغتیایي خدمتونو ښه کولو او د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د خپلو کړنو راپور د پالیسۍ او پلان معین ته وړاندې کړ او د وزارت له رهبرۍ څخه د دوی ستونزو د حل غوښتونکي شول.

د پالیسۍ او پلان جوړونې معین د روغتیایي خدمتونو ښه کولو او کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د کړنو د راپورونو اورېدو پر مهال د روغتونونو او روغتیایي مرکزونو په لا څارنې ټینګار وکړ او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د دوی کاري ستونزې حل کړي.

سربېره پردې، ډاکټر نورمل د لا څارنې په پار د تقویتي ټیمونو جوړولو، په کارونو کې د شفافیت او مؤثریت، د څارنیزو چک لیستونو ترتیبول، د خصوصي سکتور پیاوړتیا او د ولایتونو لخوا پر وخت او کره راپور ورکولو په اړه له ګډونوالو سره خبرې وکړې او اړوندو مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

له بلې خوا د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر د ولایتي روغتیا رئیسانو سره د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو لخوا د روغتیایي کار کونکو د معاشونو پر وخت ورکړې او د ولایتونو د روغتونونو په اساسي ودانیو کې د اکسیجن پلان جوړولو په اړه خبرې وکړې او له دوی څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز د ناستې په جریان کې، د مرکز د تخنیکي کمېټو مسؤلینو د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزې او په روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه کولو په اړه خپل کاري راپورونه د وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۶:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره په هېواد کې په مخدره توکو د روږدو کسانو د متبادلې درملنې پروسه پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح، نن په نشه یي توکو د روږدو کسانو د متبادلې درملنې څانګه او د ابن سینا د معتادینو زر بستریز روغتون بېړنۍ څانګې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۷:۱۳
Background image

د کورونا واکسین د تطبیق څرنګوالی د یوې ناستې په ترڅ کې تر ارزونې لاندې ونیول شو

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، د ویډیو کنفرانس له لارې د یوناستې په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې روغتیایي پرسونل ته د کورونا واکسین د تطبیق څرنګوالی د پلي کونکو. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۲۰:۶
Background image

د روغتیایي پروژو په اړه د نړیوال بانک د ارزونې پایلې تربحث لاندې ونیول شوې

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، نن د نړیوال بانک د ارزونې پایلې د دغه بانک لخوا چې د صحتمندي پروژو او کووېډ -۱۹ ته د ځواب ویلو په اړه ترسره شوې ده تربحث لاندې ونیول. . .

BACK TO NEWS