روسیې د عامې روغتیا وزارت سره د کورونا ویروس۵۰۰۰ تشخیصیه کېټونو مرسته وکړه
ښاغلی الکسي پریورزوف د روسیې هېواد د سفارت مرستیال د یوې ناستې په ترڅ کې د کورونا ویروس ۵۰۰۰ تشخیصیه کېټونه د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل.
د روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل؛ د افغانستان د روغتیا وزارت سره د روسیې هېواد مرستې او همکارۍ څخه مننه وکړه او د افغانستان روغتیا سکتور سره د دې هېواد د لا زیاتو همکاریو غوښتونکی شو.
د پالیسۍ او پلان جوړونې معین د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: چې دغه کېټونه به د کورونا ویروس د تشخیص هغه مرکزونو ته واستول شي چې اړتیا ورته لري، ترڅو د ناروغانو پېژندلو لپاره وکارول شي.
دا دوهم ځل دی چې د روسیي هېواد د کورونا ویروس د تشخیص کېټونو په برخه کې د افغانستان له روغتیا وزارت سره مرسته کوي.