ننګرهار ولايت کې د کورونا ويرس د تشخيص او کتنې لپاره کارونه ته وسپارل شو
فيروز الدين فيروز د هېواد ع عامه روغتيا وزارت وزير د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره ننګرهار ولايت ته يون (سفر) وکړ او دا سفر يې په دې موخه و، تر څو ننګرهار ولايت کې بشپړ تدابير د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره ونيسي او له نژدې نه پلټنه وکړه.
ننګرهار ولايت کې يې يو ازمايښتي خونه (لابراتوار) ګټې اخيستنې ته وسپاره. دا ازمايښتي خونه د نړيوال معيارونو او امکاناتو په معيار جوړ شوی دی،چې په ورځ کې د سلو کسانو د کتنې او تشخيص امکان لري. د کابل او هرات ولايتونو څخه وروسته ننکرهار درېيم ولايت دی، چې داسې ازمايښت خونه (لابراتوار) په کې جوړېږي او د کورونا ويروس د کتنې او تشخيص زمينه په کې برابرېږي.
د عامه روغتيا وزير ددې ازمايښت خونې (لابراتوار) جوړونه يو مهم کار او امر وګڼه او مشرقي زون خلکو ته يې وويلې: ددې ازمايښت خونې جوړونه موږ سره کولای شي، چې د کورونا ويروس تشخیص او د کورونا ويروس کچه په هېواد کې کمه شي.
دا يې هم وويلې، چې مخکې به د کورونا بېلګې (سامپلونه) د ننګرهار ولايت څخه کابل ته د تشخيص او کتنې لپاره وړل کېدل اوس به د کونړ او لغمان ولايتونو څخه د کورونا ويروس سامپلونه ننګرهار ولايت ته د کتنې او تشخيص لپاره راوړل کېږي.
ډاکټر فیروز الدین فیروز د خپلو خبرو په دوام کې وويلې: چې ددې ويروس د مخنيوي لپاره به د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په سامان آلاتو مجهز او معياري ازمايښت خونې جوړې کړو.
همدارنګه د عامه روغتيا وزارت وزير وويلې: چې ۶ ستنې په شمېر وينتلاتور د ننګرهار سل بستره روغتون ته د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره ورکول شوې او دا به د تنفسي سيستم د مخنيوي لپاره کارول کېږي او يو_ يو ستنه (پايه) کونړ او لغمان ړوغتون ته ورکول شوې.
د روغتيا وزير په خپلو خبرو کې وويلې: چی تاسې ۳۰ ځلې خپل لاسونه د مينځلو په مایع او صابون باندې مينځئ، د غېږه ورکولو او لاسونو ورکول ډډه وکړئ، مراسمو کې د ګډون کولو ډډه وکړئ، بروبار ځاينو ته د تګ څخه ډډه وکړئ او کله چې خبرې کوئ دوه متره واټن سره خبرې کوئ او همدارنګه يې وويلې که چېرته موږ ددې ويروس مخنيوي لپاره لاس په کار نه شو، نو ۲۵ ميلونه هېوادوال به مو په دې ويروس اخته او ډېری به د مرګ سره مخ شي.
د روغتيا وزير وويلې : تر اوسه په هرات ولايت کې ۱۱۳ پېښې د کورونا ويروس نوم ليکنه يې شوې ده یا ثبت شوي دي.