هیواد ته د کرونا وایرس د خپریدو د مخنيوي په اړه د عملياتي کمېټې ناسته ترسره شوه

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۳ - ۱۶:۱۴
هیواد ته د کرونا وایرس د خپریدو د مخنيوي په اړه د عملياتي کمېټې ناسته ترسره شوه

د عامې روغتيا مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زیور په مشرۍ هیواد کې د کرونا وایرس د خپریدو د مخنيوی او په دې لړ کې د نیول شويو امادګیو په اړه ناسته ترسره شوه
مالي او اداري معينې په دې ناسته کې لارښونه وکړه چې د عامې روغتيا وزارت له رئیسانو څخه جوړ یو پلاوی دې فراه، نیمروز او هرات ولایتونو ته سفر وکړي او د اړتيا وړ وسایل لکه طبي تجهیزات، محافظتی کيټونه او ماسکونه دې اماده او روغتیايي مراکزو ته وویشي ترڅو د اړتيا پر وخت ترې ګټه پورته شي.
آغلې زیور د دې وسایلو د مالي او تدارکاتي پروسو په ګړندیتوب ټينګار وکړ او همدارنګه ېې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کونکو مؤسسو څخه وغوښتل ترڅو د کرونا وایرس د خپریدو پر ضد مبارزه کې لا ډیره همکاري وکړي.
ټاکل شوې ده چې تعین شوی پلاوی سبا یکشنبه هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته سفر وکړي ترڅو په دغه ولایتونو کې د کرونا وایرس د خپریدو پر ضد مبارزې لپاره لازم تیاری ونيسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۲:۵۳
Background image

جوزجان او نیمروز کې له خصوصي روغتیايي سکټور څخه نظارت ترسره شو

د جوزجان او نیمروز روغتیايي مسؤلینو له لوري په یادو ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکټور څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې يې په جوزجان کې ۱۵ درملتونونه، ۴ کتنځایونه او ۲ لابراتوارونه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

یو شمېر روغتیايي کارکوونکو ته د ټرینرانو لپاره ټریننګ (TOT) تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت غیر ساري ناروغیو د کنټرول او وقایې ډیپارټمنټ له لوري د ټولنې په کچه یو شمېر روغتیايي کارکوونکو ته د ټرینرانو لپاره ټریننګ (TOT) تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۲:۱۸
Background image

د پولیو له منځه وړلو پروګرام د مشرتابه غړو اوونیزه ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د پولیو واکسین کمپاین د پوښښ زیاتولو په موخه له درې ورځو څخه څلورو. . .

BACK TO NEWS