په لوګر ولایت کی دنایب امین الله خان لوګری  ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیسته

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲ - ۱۹:۵۸
په لوګر ولایت کی دنایب امین الله خان لوګری  ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیسته

په هغه مراسمو که چی له همدی امله په یادروغتون کی جوړ شوی و پکی دولسمشر سلاکار سرور ( احمدزی ) ، دعامی روغتیا وزیر داکتر فیروزالدین (فیروز) ،دښار جوړونی وزیر ، په پارلمانی چارو کی ددوست هیواد پاکستان وزیر ، دلوګر والی الحاج انور خان ( اسحاقزی) ،  دپاکستان هیواد سفیر ، په پاکستان کی افغان سفیر لطف الله ( مشعل ) ، دلوګر منتخب استازو ، دعامی روغتیا وزارت مالی او اداری مرستیاله ، دلوګر ولایتی ادارو چارواکو ، مدنی ټولنو ، درسنیو استازو او دلوګر ولایت دروغتیا دبرخی مسولینو ګدون کړی و.

یاده غونډه دقرانکریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه ورپسی ویناوالو په خپل وار ویناوی وکړی او دیاد روغتون پرانسته یی دلوګر ولایت ټولو اوسیدونکو ته مبارکی وویل.

 یاد روغتون يه  ۱۳۸۷ ه ش کال کی د پاکستان هیواد په مالی مرسته دنږدی ۱۹ میلیونه امریکایی ډالرو په  ارزښت دعامی روغتیا وزارت تر نظر لاندی په نږدی ۲۰ جریبه ځمکه کی دلوګر ولایت مرکز اړونده دکنجک سیمه کی دنایب امین الله خان لوګری روغتون دودانی درغونی چاری پیل شوي.

یاد روغتون  دري پوړیزه وداني لری چی درغونی چاری یی د پآکستان هیواد  NSPAK ساختمانی شرکت له لوری  پر مخ وړل شوی دی چی په یو وخت کی به د ۱۵۸ بسترو دجذب وړتیا ولری یاد روغتون په نوی او پرمختللی طبی وسایلو سمبال دی چی اوسمهال پکی تر۱۷۴ شاوخوا روغتیایی ، اداری او خدماتی کارکونکی په دنده بوخت دی  چی ددی روغتون په پرانستی  سره به ددی ولایت داوسیدونکو او دلویی لاری دمسافرو ډیری روغتیایی ستونزی حل شی.

همدا راز ددی روغتون پرانیستی سره یو ځای دلوګر ولایت دعامی روغتیا ریاست اړوند د ازری ولسوالی لپاره د ولسوالی په سطحه روغتون ، دمرکز پل علم اړوند دکډوالو په ښارګوټی کی دوه بنسټیز روغتیایی مرکزونه  ، په مرکز پوری اړوند د پیارخیلو د کلی بنسټیز روغتیایی مرکز ، دبرکی برک ولسوالی دده دوشنبی دکلی بنسټیز روغتیایی مرکز او دبرکی راجان دزیږنتون د رغونی چاری بشپړی او نن ورځ رسما  دراغلی پلاوی په  ملتیا ګټی اخیستنی ته وسپارل شوی چی په پرانیستی سره به یی روغتیایی چوپړتیاوو ته دیادو سیمو داوسیدونکو لاسرسی لا زیات شی او ستونزی به یی تر ډیره کچه هواری شی چی دیادو روغتیایی مرکزونو د رغونی چاری دتیر یو کال په موده کی بشپړی شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۲۱:۴۹
Background image

په پکتیا ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د مرکز ګردیز ښار له یو شمېر کلینیکونو، لابراتوارونو، غاښونو کلینیکونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۲۱:۴۰
Background image

په جوزجان ولایت کې خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د دې ولایت له یو شمېر خصوصي کتنځایونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۲۱:۲۹
Background image

د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د  پنجښېر ولایت عامې روغتیا ریاست سره د ۹۱ کارتنه درملو او طبي تجهیزات مرسته وشوه

یاده مرسته د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست له لوري د رخه ولسوالۍ څلوېښت بستریز روغتون مسؤلینو ته وسپارل شوه، چې  لسګونه قلمه درمل او طبي تجهیزات په کې شامل وو.

 

BACK TO NEWS