په لوګر کی د تاریخ تیره، بی کیفیته او ممنوعه درملو او خوراکی توکود راټولو سرتاسری کمپاین او نظارت پیل شو

panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۱ - ۱۶:۱۲
په لوګر کی د تاریخ تیره، بی کیفیته او ممنوعه درملو او خوراکی توکود راټولو سرتاسری کمپاین او نظارت پیل شو

یاد کمپاین چی دلوګر ولایت دعامی روغتیا ریاست په نوښت او د ګډی کميتی له لوری چی په کی د ولایت مقام ، ملی امنیت ،امنیه قومندانی ، ښاروالی ، چاپیرال ساتنی ریاست، زراعت ریاست او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازی ګډون لری پیل شو
یاد کمپاین چی د دوه ټیمونو په واسطه په مخ وړل کیږی موخه یی د تاریخ تیره، بی کیفیته او ممنوعه درملو او خوارکی توکو را جمع کول او د چاپیرال ساتنی او روغتیا په اړه دعامی روغتیا ریاست له لوری دلازمی لارښونواو سپارښتونو ورکول دی
دا کمپاین له مرکز پل علم څخه پیل او لړی به یی دلوګر ولایت ولسوالیو ته وغځیږی او په دوامداره توګه به یی حمایوی نظارت ترسره کیږی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معينې په ننګرهار ولايت کې د ولسوالۍ له روغتون او روغتيايي مرکز څخه ليدنه وکړه

د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۲۸مه ننګرهار ته د يو سفر په ترڅ کې د کامې ولسوالۍ له روغتون او د خيوې (کوز کونړ) ولسوالۍ له. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۷:۳
Background image

څه د پاسه څلور زره تنه ډاکټرانو د تخصص برنامې د شاملېدو په ازموېنه کې ګډون وکړ

د عامې روغتيا وزارت لخوا د دې وزارت د مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور په مشرۍ د ازموینو ملي ادارې په مرسته نن په کابل پوهنتون کې د تخصص د شاملېدو ازموينه واخستل شوه.
د دې ازموېنې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۹:۴۶
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اداري او مالي معینې ډاکټر ماموسۍ زیور په مشرۍ ګډ پلاوي ننګرهار سیمه ایز روغتون کې د پرونۍ چاودنو د ټپیان پوښتنه وکړه

د عامې رووغتیا اداري او مالي معینې ډاکټر ماموسۍ زیور سره په دغه لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د ICU پروژې مسووله ډاکټر هېلۍ ، د ولایات هماهنگی ریاست ریس دوکتور فوشنجی،د تخصص اجرایه مدیر. . .

BACK TO NEWS