په هېواد کې لس روغتونونه د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ باندې سمبال کېږي

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۹:۸
نصب و فعال سازی دستگاه های آکسیجن در ده شفاخانه کشور تولید آکسیجن را افزایش خواهد داد

دوشنبه، ١٧/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، په افغانستان کې د یونیسف ادارې له مشر سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یونیسف ادارې له مشر سره په لسو ولایتونو کې د کوویډ -١٩ روغتونونو لپاره د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د نصب کولو په اړه خبرې وکړې.

ډاکتر مجروح، په اوسني وضعیت کې د دې د ستګاه وؤ برابرول او نصب یوه جدي اړتیا ګڼي او د یونیسف ادارې له مسؤولینو څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې د دوی نصب او چمتووالي کار ګړندی کړي ترڅو هغه ناروغان چې اکسیجن ته اړتیا لري زیات لاسرسی وشي.

د ناستې په دوام په افغانستان کې د یونیسف ادارې مشر ژمنه وکړه چې د کوویډ -١٩ روغتونونو لپاره د نصب کولو پلان چمتو کوي او ډېر ژر به یې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.

ټاکل شوې چې دغه دستګاه وې به د روان کال د غبرګولي په ١٩ د چهارشنبه ورځ هېواد ته را ورسېږي، چې د نصب او فعالولو کار به یې د کووېډ-١٩ روغتونونو کې پیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار ولایت کې د خوارځواکۍ پوډرو او د اوسپنې فولیک اسید ګولیو د ویش درې ورځنی کمپاین پيل شو

دغه کمپاین د یونیسف په مالي لګښت او د HADAAF مؤسسې په تخنیکي مرسته پلی کېږي، چې په ترڅ کې به یې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې ځوانو انجونو ته د خوارځواکۍ څخه د مخنیوي په موخه پوډر او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۴:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا نړیواله ورځ "زما روغتیا زما حق" تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

د دې ورځې څخه د نمانځنې موخه د عامه پوهاوي لوړول، د ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د روغتیا په برخه کې لاسته راوړنې او په دې برخه کې د معلوماتو شریکول دي.

د  عامې روغتیا وزیر،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت په ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي زده کړو په موخه د ټریني ډاکټرانو څخه ازموینه واخیستل شوه

یاده ازموینه د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست او ایمرجنسي روغتونونو د مسؤلینو په شتون کې له ۲۸ تنه  نارینه او ښځینه ډاکټرانو څخه، چې د ازموینې ملي کمېټې له لوري دې برنامې ته. . .

BACK TO NEWS