په وروستیو پنځو میاشتو کې د عامې روغتیا وزارت د لاسته راوړنو راپور وړاندې شو

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۱ - ۱۷:۲۶
په وروستیو پنځو میاشتو کې د عامې روغتیا وزارت د لاسته راوړنو راپور وړاندې شو

 شنبه، مرغومې ۱۱/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ډاکتر عبدالباري عمر، نن په یوه خبري ناسته کې په تېرو پنځو میاشتو کې د عامې روغتیا وزارت د کړنو راپور وړاندې کړ.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په دغه ناسته کې وویل: له سیاسي تحولاتو او مالي ستونزو سره سره چې په هېواد کې ترسره شول د عامې روغتیا وزارت مشرتابه په دې وتوانېده چې د خپلو محدودو امکاناتو په لرلو سره په ټول هېواد کې روغتونونه او روغتیايي مرکزونه فعال وساتي او اړو کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

ډاکتر عمر زياته کړه، چې په تېرو پنځو مياشتو کې د عامې روغتيا وزارت له فعاليتونو څخه د هېواد په روغتونونو کې د ٤٨١٠٧٥ بستري ناروغانو درملنه، د ٢٢٩٨٤٥٧٤ سراپا ناروغانو درملنه، ٦٩٣١٨ لوی عملیاتونه او ١٤٤٣٧٤ کوچنيو عملیاتونه ترسره کول شامل دي.

سربېره پردې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د خوارځواکۍ د ۲۳۶۷۹۶ نسبتأ متوسط کسانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، ۱۶۰۱۴۵ تنه سختې خوارځواکۍ، په روغتون کې د زېږون له امله د ۳۹۸۷۹۴ تنه میندو ته د خدمتونو زمینه برابرول او ۴۸۲۴۳۰۷ په شرایطو برابر کسانو ته د کورونا واکسین د تطبیق په برخه کې د تېرو پنځو میاشتو کې ګډونوالو ته خبر ورکړ.
.
د دې ناستې په دوام، ډاکترعمر په نشه يي توکو د روږدو کسانو د روغتيايي وضعيت، د روغتيايي سيستم د ښه والي، په روغتونونو او روغتيايي مرکزونو کې د خدمتونو د کيفيت د ښه والي، د کورونا ناروغانو روغتيايي حالت ته د لاسرسي، د دولتي او خصوصي روغتونونو د ارزونې لپاره د ټيمونو د جوړولو او همدارنګه په هېواد کې د درملتونونو د معیاري کولو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال زیاته کړه: د افغانستان روغتيايي سکټور يو غير سياسي بې پری سکټور دى او موږ له خپلو نړيوالو روغتيايي همکارانو غوښتنه کوو چې په دې برخه کې د هېواد د عامې روغتيا له وزارت سره کار وکړي، ترڅو له کوم نژادي، قومي او ژبني تبعیض پرته په ټول هېواد کې اړمنو کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.

له بلې خوا، ډاکترعمر د روغتيايي کارکوونکو معاشونه ورکول، د روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو او وسایلو برابرول، په هېواد کې د درملو د قاچاق مخنیوئ، د کووېډ-۱۹ روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وو نصب او د کورونا واکسین برابرول، په وروستیو پنځو میاشتو کې د عامې روغتیا وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

د لومړي ځل لپاره په پکتيا حوزوي روغتون کي د ناروغ د سر عمليات په برياليتوب سره  ترسره شول .

يو ماشوم چي د لوړ ځای څخه غورځيدلي وو او د سر هډوکي مات او دننه ماغزو ته دننه  شوي وو او وينه هم جمع شوې وه چي ورته craniotomy evacuation of hematoma and elevated depress fracture اجراء. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۹:۳۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې تاريخ تېر شوي  ١٥٩  قلمه دوايي توکي وسوځول شول.

د کاپيسا ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر موسى جان طه په دغه ولايت کې د درملتونونو او خصوصي روغتونونو د پلټنې خبر ورکوي.
 ډاکټر طه وويل، چې په دې پلټنه کې د تاريخ تېر شوي  ١٥٩  دوايي توکي. . .

شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۱۵:۴۸
Background image

په ننګرهار کې دشري واکسینو د تطبیق کمپاین پیل شو

یادکمپاین چې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته د ننګرهار په ۴ ولسوالیو سرخرود،چپرهار،حصارک او لعلپوره کې نن پیل شو ۶ ورځې به دوام وکړي.

 په دغه کمپاین کې به ۷۲زره هغه ماشومان واکسین. . .

BACK TO NEWS