پیش نویس طرح تشکیل وزارت صحت عامه مورد بحث قرار گرفتد عامې روغتیا وزارت د تشکیل طرحه تر بحث لاندې ونیول شوه

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۲۰:۹
د عامې روغتیا وزارت د تشکیل طرحه تر بحث لاندې ونیول شوه

د عامې روغتیا وزارت د تشکیل طرحه، نن د عامې روغتیا وزارت د سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې تربحث لاندې ونیول شوه. په دې ناسته کې د پالیسۍ او پلان معین ښاغلي ډاکټر بشیر نورمل، د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس ډاکټر عبدالقدیر قدیر او د دغه وزارت رئیسانو برخه اخیستې وه.

دغه طرحه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د لارښوونو په پام کې نیولو سره د عامې روغتیا وزارت په ټولو برخو کې د تشکیل د ښه والي په پار، د دغه وزارت د اړتیاوؤ پر اساس، په مرکز او ولایتونو کې د ۱۴۰۰ هـ ش کال لپاره ترتیب شوې ده. په دې طرحه کې ټول مهم موارد او لومړنۍ اړتیاوې، په روغتونونو کې د یو کاري شېفټ زیاتول او په روغتیايي مرکزونو کې د کاري فشار په پام کې نیولو سره په پام کې نیول شوې ده.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح؛ د دې تشکیل نوې طرحه په مرکز او ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي لپاره یو ښه ګام وباله او د دې طرحې د پياوړتیا لپاره يې د اړوندو ادارو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

هغه زیاته کړه چې دا طرحه به په پلازمېنه او ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت د مسؤلینو د نظرونو او وړاندیزونو د ترلاسه کولو وروسته نهایي شي او وروسته د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریک کېږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د اړوندو ادارو له مسؤلینو وغوښتل چې د دې طرحې د غښتلي کولو لپاره د روغتیا سکتور اوسنی حالت او لومړنۍ اړتیاوې په واضح ډول تعریف کړي.

همدارنګه، د تالار دننه د غونډې برخه والو او د عامې روغتیا ولایتي مسؤلینو، چې په آنلاین ډول سره وصل شوي وؤ، د دې طرحې د ښه والي او پیاوړتیا لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۵:۳۸
Background image

د روغتیا په سکتور کې د اداري فساد پروړاندې مبارزه باندې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ ټینګار

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي معین ډاکټر بشیر نورمل نن د عامې روغتیا وزارت او مدني ټولنې د ګډې کمیټې په لومړۍ ناسته کې ګډون وکړ او د روغتیا په برخه کې د اداري فساد پر وړاندې. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۱:۱۲
Background image

زموږ هوډ په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او کمیت لوړول دي

د وزیر محمد اکبر خان روغتون د ارتوپيډي څانګه کې نه ستړې کیدونکې هڅې او د مسلکي پوهې لوړتیا د ارتوپيډي ستونزو د درملنې برخه کې د هیله بخښونکي پرمختګ لامل شوې ده.

نن ورځ، د پېچلو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۲۳:۵۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر د کورونا واکسین ترلاسه کړ

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح او د دې وزارت د رهبري هئیت نن د کورونا واکسین ترلاسه کړ.

ډاکټر وحید مجروح د کورونا واکسین پلي کول، په هېواد کې د کورونا ویروس د له مینځه. . .

BACK TO NEWS