د شهید عبدالواحد رازي روغتون کې د روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو بهیر پیل شو

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۱۶:۲
د شهید عبدالواحد رازي روغتون کې د روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو بهیر پیل شو

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست نن د شهید عبدالواحد رازي روغتون کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پروسه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل کړه.

دغه روغتون په کورونا ناروغۍ اخته کسانو د درمنلې لپاره ځانګړی شوﺉ دی او د دې روغتون خدمتونه د بې پولې ډاکټرانو لخوا ملاتړ کېږي.

د هرات والي، سید عبدالوحید قتالي د روغتون پرانیستل د کورونا ناروغانو د پاملرنې برخه کې یو مثبت ګام وباله. هغه د دغه روغتون په جوړولو کې د ولسمشرۍ د عالي مقام له پاملرنې مننه وکړه.

له بلې خوا د هرات د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم تمنا په دغه روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو د ملاتړ ستاینه وکړه او په دغه روغتون کې یې د روغتیايي خدمتونو د پروسې پیل یوه جدي اړتیا وبلله.

دغه روغتون د ولسمشرۍ د عالي مقام د فرمان پر اساس د سلو بسترونو ظرفیت درلودو سره په معیاري، اساسي او ټولو طبي اسانتیاو سمبال جوړ شوﺉ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت نوماند ډاکټر احمد جواد عثماني تېره اوونۍ د هرات ولایت څخه لیدنه وکړه او د دې ولایت اوسېدونکو ته یې ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې یې په یاد روغتون کې د روغتیايي خدمتونه وړاندې کولو او پیل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۱۹:۳۴
Background image

په هېواد کې د دودیز طبابت بوټو کرلو پرمختګ او بنسټیز کولو په پار ناسته وشوه

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان معین ډاکټر بشیر نورمل د افغانستان طبي شورا، د لوړو زده کړو وزارت، سوداګرۍ، کرنې او نورو اړوندو ادارو له استازو سره په کتنه کې د دوديز درملو د اداري. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۱۶:۲
Background image

د شهید عبدالواحد رازي روغتون کې د روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو بهیر پیل شو

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست نن د شهید عبدالواحد رازي روغتون کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پروسه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل کړه.

دغه روغتون په کورونا ناروغۍ اخته کسانو د درمنلې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۸ - ۱۷:۲۴
Background image

د عامې روغتيا وزارت په هيواد کې د اکسيجن د ستونزو د حل په موخه هڅې

دهيواد د عامې روغتيا نوماند وزير ډاکتر احمد جواد عثماني نن د واحد اکسيجن توليدي شرکت څخه ليدنه وکړه او له نږدې يي و ارزوه .

ډاکتر عثماني په هيواد کې د اکسيجن د توليد د لږوالي په اړه. . .

BACK TO NEWS