په لوګر ولایت کې واکسیناتورانو ته ۹ عرادې موټر سایکلونه ورکړل شول!
یاد موټر سایکلونه د لوګر عامې روغتیا ریاست په هلوځلو او د یونیسف په مالي لګښت د یاد ولایت لرې پرتو ولسوالیو واکسیناتورانو ته ورکړل شول، چې په مرسته به یې واکسیناتوران وکولای شي پر وخت هېوادوالو ته د واکسین په برخه کې اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.