د عامې روغتیا وزیر د کندهار او نورستان د عامې روغتیا رئیسانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
په دې کتنه کې د کندهار عامې روغتیا رئیس، ډاکټر ګل محمد عثماني او د نورستان عامې روغتیا رئیس مفتي سعید الله نعماني په یادو ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو پر څرنګوالي، د شته ستونزو پر حل او د روغتیایي خدمتونو په لا ښې رسیدنې بحث ترسره کړ.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي نورجلال جلالي، د دواړو ولایتونو رئيسانو د غوښتنو او وړاندیزونو د اورېدلو ترڅنګ نوموړو ته ډاډ ورکړ، چې د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د هېواد په ټولو لېرې او نېږدې سیمو کې هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي او د ستونزو د حل لپاره به لازمې کړنې تر سره کړي!