د عامې روغتیا وزیر په هلمند ولایت کې له روغتیايي مسؤولینو او روغتیاپالانو سره ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۰
MOPH

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال په دې ولایت کې په روغتیايي خدماتو کې د شته ستونزو د حل ، د روغتیايي خدماتو د ارزونې او د روغتیايي خدماتو د پراختیا او ښه والي په موخه د دې ولایت له روغتیايي مسؤولینو او روغتیاپالانو سره ناسته تر سره کړه

په دې ناسته کې چې د هلمند ولایت والي مولوي عبدالرحمن مسلم او د عامې روغتیا رئیس مولوي شفیع الله هم شتون درلود روغتیايي مسؤولینو او روغتیاپالانو د هلمند ولایت د روغتیایي خدماتو او وضعیت اړوند مفصل معلومات وړاندې او په روغتیايي خدماتو کې شته ستونزې او وړاندیزونه یې شریک کړل

ښاغلي وزیر مولوي نورجلال جلالي د یادو ستونزو له اوریدو وروسته د مشکلاتو د حل ډاډ ورکړ او د خپلو خبرو په جریان کې یې مسؤولینو ته د لا زیاتو هڅو هدایت ورکړ تر څو په لا زیاتو هڅو سره د هلمند ولایت ولسونو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۵:۳۳
Background image

تخار ولایت کې د ۱۶ ولسوالیو واکسیناتوارنو ته ۴۰ عرادې موټرسیکلونه وویشل شول

 دغه موټرسیکلونه د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د یونیسف نړیوالې ادارې او آغا خان مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۶ ولسوالیو واکسیناتوارنو ته د واکسیناسیون بهیر چټکتیا، لرې پرتو سیمو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۸
Background image

پکتیا ولایت کې شاوخوا ۱۴۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یو وړل شول

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو او څارنې او پلټنې ټیمونو له لوري په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د درملو او خوراکي توکو له ۶۹ تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله کې یې ۲۷۴. . .

BACK TO NEWS