بادغیس ولایت کې روغتیايي کارکوونکو ته ۴۸ عرادې موټرسایکلونه وویشل شول

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۸:۵۴
بادغیس ولایت کې روغتیايي کارکوونکو ته ۴۸ عرادې موټرسایکلونه وویشل شول

چهارشنبه، ۴/ ۱۴۰۱

د بادغيس ولايت عامې روغتيا رييس مولوي محمد آصف قانت په دغه ولايت کې روغتيايي کارکوونکو ته د ٤٨ موټرسايکلونو د وېش خبر ورکړ.

د بادغیس د عامې روغتیا رییس زیاته کړه، چې ام ام آرسي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي مرسته په بادغیس ولایت کې د روغتیايي کارکوونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه ۴۸ موټرسایکلونه مرسته وکړه.

ښاغلي قانت زیاته کړه، چې د دغو موټرسایکلونو ټولیز لګښت څه باندې درې میلیونه افغانۍ دی او دغه موټرسایکلونه به سیمه ییزو روغتیايي مسوولینو او واکسیناتوران ته ورکړل شي، تر څو په ستونزمنو سیمو کې په اسانۍ سره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۱۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده پنځلسمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده پنځلسمه فقره:

وارداتي شرکتونه مکلف دي چې خوراکي توکي، درمل او روغتیايي محصولات په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا سکتور د نوښتونو د بیاکتنې ملي بورډ غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د یاد وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د اقتصاد او تمویل رئیس دوکتور میرویس احمدزي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له PUAMI مؤسسې سره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Premiere Urgence Aid Medical International- PUAMI مؤسسې سره د (. . .

BACK TO NEWS