لیکنې
روغتیايي پیغام!
د پخلنځي وسایل له هر ځل استعمال مخکې پاک ومینځئ، تر څو د خوړو له ککړېدو څخه مخنیوی وشي او ناروغ نه شئ.
روغتیايي پیغام!
د غیر ساري ناروغیو لکه د شکر ناروغۍ، زړه ناروغۍ او د وینې لوړ فشار خطرونه د وخت پر وخت تشخیص او درملنې له لارې راکم کړئ.
روغتیايي پیغام!
خوراکي توکي، د څښاک اوبه او د خوړو لوښي د حشره وژونکو موادو څخه لرې وساتئ، تر څو يې د ککړتیا مخه ونیول شي او د ناروغ کېدو سبب مو نه شي.
روغتيايي پيغام!
توبرکلوز (نری رنځ) د درملنې وړ ناروغي ده، په دې شرط چې ناروغان د شپږو مياشتو لپاره د توبرکلوز درمل هره ورځ په منظم او بشپړ ډول وخوري.
روغتيايي پيغام!
هر مراجع کوونکی دې د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره نظم او نوبت مراعت کړي او سپینږیرو، بېړنیو ناروغانو او معلولینو ته دې د لومړیتوب حق ورکړي، ځکه دغه کسان روغتیايي خدمتونو ته لا زیاته او بېړنۍ اړتیا لري.
روغتیايي پیغام!
د سترګو د نمبر له ټاکلو وروسته، که مو عینکو ته اړتیا وي، نو خپلې عینکې په منظم ډول وکاروئ او د نورو عینکې مه کاروئ، تر څو مو د سترګو د لا زیاتې کمزورۍ مخه ونیول شي.
روغتیایي پیغام!
که چېرې د مکتب یو شاګرد تخته په سمه توګه نه شي لیدلی، یا د مطالعې پر مهال د کتاب کرښې سمې نه ویني او یا هم ورسره د سر درد ولري؛ نو باید د هغه د سترګو معاینه ترسره شي، ترڅو د ناوړه پایلو مخنیوی وشي.
روغتیايي پیغام!
که ستاسو غاښونه چینجن وي، نو درملنه یې وکړئ؛ ترڅو د دوامدار درد سبب ونه ګرځي او غاښ مو له منځه لاړ نه شي.
روغتيايي پيغام!
کم وزن لرونکي ماشوم ته د نورمالو ماشومانو په پرتله څو څو ځلې د مور شیدې ورکړئ؛ ترڅو ژر وده وکړي.