لیکنې

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۲:۹

روغتیايي پیغام!

ټول دولتي او غیر دولتي ارګانونه چې د ایکسرې مرکزونه لري مسؤلیت لري، چې ټول هغه محافظتي تدابیر پلي کړي، چې د شعاعي تکنالوژۍ په کارولو کې اړین دي؛ تر څو خلک د ایکسرې د ناوړه اغېزو څخه خوندي اوسي.

Health message

 

شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۷:۶

روغتیايي پیغام !

ټپ په اوبو او صابون له وینځلو وروسته په الکول او تینچر سره پاک او وتړئ او د اړتیا پرمهال ناروغ مو روغتیايي مرکز ته یوسئ.

msg

 

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۲:۵۶

روغتیايي پيغام!

کوچنیانو ته د غوږ د درد پرمهال د روغتیايي کارکوونکي له لارښوونې پرته د غوږ قطرې، شیدې او یا تېل په غوږونو کې مه څڅوئ
له ځانګړو شرایطو پرته په ډېرو حالاتو کې یاد مواد د غوږ د پردې د خرابېدو او آند سوري کېدو سبب هم ګرځېدای شي.

نن

 

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۳:۳۸

روغتیايي پیغام!

که ماشوم مو ناروغ هم وي د واکسین لپاره یې په ټاکلې نېټه روغتیايي مرکز ته یوسئ؛ تر څو د ماشومتوب دورې له خطرناکو ناروغیو څخه و ژغورل شي.

تت

 

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۵:۴۰

روغتیايي پیغام !

هر مراجعه کونکی باید د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره نظم او نوبت په پام کې ونیسي او امېدوارو میندو، معلولینو او زیات عمر لرونکو ته د لومړیتوب حق ورکړي؛ ځکه چې نوموړي کسان تر نورو ډېر او بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

نن

 

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۳:۵۹

روغتيايي پیغام!


هېڅکله د ناروغ یخ وهلی غړی اور ته مه نېږدې کوئ؛ ځکه پرته له دې چې ناروغ تودوخه حس کړي، کېدای شي یخ وهلی غړی وسوځيږي.

Health message

 

شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۵:۵۹

روغتیايي پیغام

 د معلولیت څخه د مخنیوي لپاره، ماشومان د سختو کارونو ترسره کولو ته مه اړ باسئ.

ننن

 

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۴:۲۹

روغتیايي پیغام

په ماشومانو  کې د سترګو د دید انحراف (کوږوالی) د عینکو په واسطه د اصلاح وړ دی، خو  لویان جراحي عملیات ته اړتیا لري، په لویانو کې د جراحي عملیات په واسطه د سترګو کوږوالی لرې کېږي، خو د سترګو له لاسه ورکول شوی دید  بېرته نه راستنېږي.

 

نن

 

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۵:۵۵

د نن ورځې روغتیایي پیغام !

ماشومان مو په مینه، ښه اخلاقو او ښو عادتونو سره  وروزﺉ، له ګواښونو او سپکاوي څخه ډډه وکړﺉ،  همدارنګه د نشه يي توکو څخه د استعمال په ضررونو یې وپوهوﺉ؛ ځکه چې د نشه يي توکو استعمال ستاسو د ماشومانو د ذهني وړتیا، زده کړې او ټولنیزو اړیکو په ګډون د ژوند ټولې برخې ګډوډوي.

یس

 

Pagination