لیکنې

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۶

روغتیايي پیغام!

د پخلنځي وسایل له هر ځل استعمال مخکې پاک ومینځئ، تر څو د خوړو له ککړېدو څخه مخنیوی وشي او ناروغ نه شئ.

Health message

 

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۰:۴۹

روغتیايي پیغام!

د غیر ساري ناروغیو لکه د شکر ناروغۍ، زړه ناروغۍ او د وینې لوړ فشار خطرونه د وخت پر وخت تشخیص او درملنې له لارې راکم کړئ.

Health message

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۳۳

روغتیايي پیغام!

خوراکي توکي، د څښاک اوبه او د خوړو لوښي د حشره‌ وژونکو موادو څخه لرې وساتئ، تر څو يې د ککړتیا مخه ونیول شي او د ناروغ کېدو سبب مو نه شي.

Health message

 

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۳

روغتيايي پيغام!

 توبرکلوز (نری رنځ) د درملنې وړ ناروغي ده، په دې شرط چې ناروغان د شپږو مياشتو لپاره د توبرکلوز درمل هره ورځ په منظم او بشپړ ډول وخوري.

Health message

 

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۶

روغتيايي پيغام!

هر مراجع کوونکی دې د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره نظم او نوبت مراعت کړي او سپین‌ږیرو، بېړنیو ناروغانو او معلولینو ته دې د لومړیتوب حق ورکړي، ځکه دغه کسان روغتیايي خدمتونو ته لا زیاته او بېړنۍ اړتیا لري.

Health message

 

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۱:۵۱

روغتیايي پیغام!

د سترګو د نمبر له ټاکلو وروسته، که مو عینکو ته اړتیا وي، نو خپلې عینکې په منظم ډول وکاروئ او د نورو عینکې مه کاروئ، تر څو مو  د سترګو د لا زیاتې کمزورۍ مخه ونیول شي.

Health message

 

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۵

روغتیایي پیغام!

که چېرې د مکتب یو شاګرد تخته په سمه توګه نه شي لیدلی، یا د مطالعې پر مهال د کتاب کرښې سمې نه ویني او یا هم ورسره د سر درد ولري؛ نو باید د هغه د سترګو معاینه ترسره شي، ترڅو د ناوړه پایلو مخنیوی وشي.

Health message

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۹:۹

روغتیايي پیغام!

که ستاسو غاښونه چینجن وي، نو درملنه یې وکړئ؛ ترڅو د دوامدار درد سبب ونه ګرځي او غاښ مو له منځه لاړ نه شي.

Health message

 

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۱

روغتيايي پيغام!

کم وزن لرونکي ماشوم ته د نورمالو ماشومانو په پرتله څو څو ځلې د مور شیدې ورکړئ؛ ترڅو ژر وده وکړي.

Health message

Pagination