د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کي د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۰:۱۸
د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کي د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د چهاربولک ولسوالۍ په بیست پیکال کلي کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي د یاد روغتیايي مرکز پرانیسته د چهاربولک ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره یو ستر زېری وګاڼه او و یې ویل: ( د عامې روغتیا وزارت  ژمن دی چې د هېواد ټولو لېرې او نېږدې سیمو کې هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدماتو زمینه برابره کړي.)

د یاد روغتیايي مرکز په توسط به د لس کلیو شاوخوا ۷۵۰۰ اوسېدونکي له معیاري روغتیايي خدماتو برخمن شي.

د یادونې وړ ده، چې په یاد روغتیايي مرکز کې به د نارینه او ښځینه اړوند معاینات، تغذیه، واکسین،د زېږون او نورو برخو معیاري روغتیايي خدمتونه په وړیا ډول وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۱۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده پنځلسمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده پنځلسمه فقره:

وارداتي شرکتونه مکلف دي چې خوراکي توکي، درمل او روغتیايي محصولات په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا سکتور د نوښتونو د بیاکتنې ملي بورډ غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د یاد وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د اقتصاد او تمویل رئیس دوکتور میرویس احمدزي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له PUAMI مؤسسې سره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Premiere Urgence Aid Medical International- PUAMI مؤسسې سره د (. . .

BACK TO NEWS