د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د صدري ابن سینا روغتون ریاست په پام کې لري، د ( 15000طبي اکسیجن بالونونو ډکولو او چمتو کولو) تړون، چې د پیژندنې شمېره یېMOPH/ISCH/1405/NCB/G-01))ده، د (میهن دوست د ګاز اکسیجن تولید) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (D-2616) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د کابل جلال آباد سړک، صنعتي پارکونه، پلچرخي، کابل ښار نهمه ناحیه) کې دی او د تړون بیه (4125000) څلور میلیونه یو سلو پنځه ویشت زره افغانۍ ده.

حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نیټې څخه تر دریو تقویمي ورځو پورې د صدري ابن سینا روغتون ریاست ته، چې د کابل ښار ۱۵مې ناحیې قصبې سیمه کې د ملي انکشاف شرکت ترڅنګ کې موقعیت لري، وسپاري.

یادونه: دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د غزني ولایت اړوند، ولي محمد شهید (خوګياڼي)  ولسوالۍ کې د عمومي روغتون GH(New CHC) رغولو پروژې، چې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (1405 مالي کال لپاره، د پلچرخي د مرکزی محبس د کلینیک او د پکتیکا ولایت ۱۵۰ بستریز روغتون اړوند د اکسری او لابراتواري . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

ریفرینس شمېره (MOPH/NH/NCB/1405/G02)

موضوع: د نور تخصصي روغتون د ۴۸ قلمه قرطاسیې د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د نور ملي . . .

Back to tenders