د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پکتیکا ولایت له مشرانو سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۰:۱۵
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پکتیکا ولایت له مشرانو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د پکتیکا ولایت مشرانو خپلې روغتیايي ستونزې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او په دغه ولایت کې د شته روغتیايي ستونزو د حل تر څنګ یې د روغتیايي مراکزو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

ښاغلي وزیر د پکتیکا ولایت د مشرانو، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د روغتیايي ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

ښاغلي وزیر همدا راز وویل، موږ په پلان کې لرو، چې د پکتیکا ولایت په ګډون د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د ولسونو اړتیاو ته په کتو روغتیايي مراکز جوړ کړو او اوسمهال پر دغه پروګرام کار روان دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار د مخابراتي انتنونو د وړانګو خوندیتوب او روغتیايي معیارونو ارزونه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په اتمې ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له انتنونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

قاري عبدالولي صدیقي د وینې مرکزي بانک له خدمتونو او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د وینې مرکزي بانک د وړاندې کېدونکو خدمتونو له بهیر او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې. . .

BACK TO NEWS