د فرانسې طبي انستیتیوت د اووم دور فراغت په پروګرام کې د عامې روغتیا د سرپرست وزیر ګډون

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۹:۵۴
د فرانسې طبي انستیتیوت د اووم دور فراغت په پروګرام کې د عامې روغتیا د سرپرست وزیر ګډون

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد پرون (د جوزا ٧مه ) د فرانسې د مور او ماشومانو د طبي انستیتوت (FMIC) د اوومې دورې د فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د ډاکټرانو په دې مرکز کې د تخصص پروګرام د بشپړېدو له امله مبارکي وویله او ویې ویل: نن د ډېرې خوښۍ ځای دی چې موږ په سوله ییزه فضا کې د پوهې او ​​فرهنګ د پرمختګ لپاره ګامونه اخلو او د ظرفیتونو د لوړولو لپاره کار کوو.

ډاکټر عباد د افغان ډاکټرانو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو د برابرولو په برخه کې د دغه انستیتیوت د مشرتابه او د آغاخان د دفتر د همکاریو قدرداني وکړه او په هېواد کې یې د دې ادارې د همکاریو د دوام او پراختیا غوښتنه وکړه.

نوموړي د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د اسلامي امارت د رهبرۍ ملاتړ ته په اشارې سره وویل چې د روغتیايي کارکوونکو د پوهې د کچې لوړول زموږ لومړیتوب دی او په دې برخه کې به کار کوو.

د عامې روغتيا وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د روغتيايي خدمتونو د عرضې ښه کول د دغه وزارت له لومړيتوبونو څخه دي او موږ به د دغه وزارت په پروګرامونو کې له نويو موډلونو څخه په استفادې سره روغتيايي خدمتونه معياري کړو.

ډاکټر عباد دا هم وويل، چې په تېرو شلو کلونو کې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د روغتيا په برخه کې د پيسو د لګولو له امله، د روغتيا په برخه کې هېڅ بنسټيز کار نه دى شوى او ډېرې پيسې ضايع شوې دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د لاچین ډي ایل پروګرام مشرې سونیا کوتین د فرانسې د انستیتوت او د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې پر دوام ټینګار وکړ.

د فراغت په دې دوره کې د تخصصي پروګرام اوو تنو د روغتیا له بېلابېلو څانګو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار د مخابراتي انتنونو د وړانګو خوندیتوب او روغتیايي معیارونو ارزونه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په اتمې ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له انتنونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

قاري عبدالولي صدیقي د وینې مرکزي بانک له خدمتونو او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د وینې مرکزي بانک د وړاندې کېدونکو خدمتونو له بهیر او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې. . .

BACK TO NEWS