د تخار ولایت په کوویډ ١٩ روغتون کې د آکسیجن د تولید څانګه پرانستل شوه

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۰:۴۲
د تخار ولایت په کوویډ ١٩ روغتون کې د آکسیجن د تولید څانګه پرانستل شوه

 دوشنبه، جوزا  ۱۶/ ۱۴۰۱
 د آغاخان بنسټ له خوا د اروپايي ټولنې په مالي مرسته د تخار ولایت د کوویډ-۱۹ روغتون کې د نږدې ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د آکسیجن توليد څانګه  پرانیستل شوه.
 د دغه ولایت صحي مسٶولين وايي، دغه دستګاه په ٢٤ ساعتنو کې د ۱۳ آکسیجن بالونونو د تولید ظرفیت لري او کولای شي د تخار ولایتي روغتون او کوویډ ۱۹ روغتون ته د اړتیا وړ آکسيجن ورسوي.
 د آغاخان د دفتر مسوولینو دا هم وویل، چې د دې وسایلو د سم کارولو او ساتنې په موخه به ۴ روغتیايي کارکوونکي وروزي، څو وکولای شي د اړتیا په صورت کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
 له بلې خوا د تخار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقهار احمدي د دغې دستګاه د فعالولو له امله د آغاخان بنسټ او اروپايي ټولنې له مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه چې په تيرو وختونو کې د آکسیجن نشتوالى د ناروغانو لپاره له جدي ستونزو څخه وو.
 دغه راز ډاکتر احمدي په تخار ولايت کې د آغاخان بنسټ له خوا د روغتيا په برخه کې ټولې پلې شوې پروژې مهمې وبللې او په دغه ولايت کې يې په اوږدمهال کې د دا ډول پروژو پر پلي کېدو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار د مخابراتي انتنونو د وړانګو خوندیتوب او روغتیايي معیارونو ارزونه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په اتمې ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له انتنونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

قاري عبدالولي صدیقي د وینې مرکزي بانک له خدمتونو او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د وینې مرکزي بانک د وړاندې کېدونکو خدمتونو له بهیر او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې. . .

BACK TO NEWS