خبرتیا!

rasooli_admin
moph

عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ د فیستول ناروغانو د درملنې لپاره د کندهار په میرویس او د کابل په رابعه بلخي روغتونونو کې دوه مجهز مرکزونه  جوړ کړي دي؛ نو ټولو درنو ناروغ‌ لرونکو ته خبر ورکول کېږي، چې خپل ناروغان د درملنې لپاره یادو روغتونونو ته بوځي.

ولادي فیستول څه شی دی؟

فیستول یا ناسور یو غیر طبیعي نری تونل یا لاره ده، چې د بدن دوه داخلي غړي یو له بل سره یا یو داخلي غړی د پوستکي له سطحې سره نښلوي. دا غیر طبیعي اړیکه اکثر د نه‌ درمل شوو التهابونو (لکه د مقعد آبسه) یا د زېږون پر مهال د میندو د ټپونو له امله رامنځته کېږي.

د ولادي فیستول نښې نښانې:

دوامدار او ضرباني درد، بد بوی لرونکې ترشحات، بیا بیا آبسه پیدا کېدل، خارښت او سوځښت، د ناسور د خولې ښکاره کېدل، تبه او رېږدېدل او د بد احساسۍ ستونزې.

له همدې امله، هغه ټولې میندې او خویندې چې له دې ډول ستونزو کړېږي، کولای شي یادو روغتونونو ته مراجعه وکړي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټیوټونو ریاست خبرتیا!

موضوع: د هغو کسانو د نوم‌لیکنې او ازموینې د اعلان په اړه چې له هېواد څخه بهر یې زده کړې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټیوټونو ریاست د خپل کاري پلان له مخې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۱۰
Background image

د وینې مرکزي بانک خبرتیا!

د وینې مرکزي بانک هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د لوی اختر په ورځو شپو کې به د هېواد په مرکز او ټولو ولایتونو کې خپل ۲۴ ساعته خدمات په منظم او دوامدار ډول وړاندې کوي.

درنو هېوادوالو!

که . . .

Back to announcements