دعامې روغتیاوزیرډاکټرقلندرعباددافغانستان لپاره دانګلستان له شارژدافرهوګوشارټرسره دافغانستان دروغتیايي وضعیت په اړه دویډیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۲:۳
دعامېروغتیاوزیرډاکټرقلندرعباددافغانستان لپاره دانګلستان له شارژدافرهوګوشارټرسره دافغانستان دروغتیايي وضعیت په اړه دویډیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې

په دغه ناسته کې د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس، ډاکټر نیک ولي شاه مومن هم حضور درلود. دواړه لوریو د افغانستان د روغتیا د اوسني وضعیت، په ځانګړې توګه د ورغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، لومړیتوبونو او د روغتیايي سیسټم د غبرګونونو په اړه خبرې وکړې. د عامې روغتیا وزیر، د افغانستان د روغتیا سکټور پر لاسته راوړنو، آینده پلانونو او د روغتیا سکټور د پیاوړتیا لپاره د موجوده نظام پر ژمنتیا مفصل بحث وکړ.

دعامېروغتیاوزیرډاکټرقلندرعباددافغانستان لپاره دانګلستان له شارژدافرهوګوشارټرسره دافغانستان دروغتیايي وضعیت په اړه دویډیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه: «د پولیو واکسین په تېرو وختونو کې د هېواد په محدودو سیمو کې پلی کېدی، الحمد الله، دا مهال د هېواد هرې سیمې او کلي ته د پولیو واکسین رسېږي، ځکه نو د پولیو ناروغۍ شمېر تر بل هر وخت، دا مهال ټيټ شوی چې په ټول هېواد کې یواځي دوې مثبتې پېښې شتون لري.» ښاغلي وزیر همدا راز زیاته کړه: « زموږ هڅه داده چې د ډاکټر او ناروغ ترمنځ واټن ختم، برابري رامنځته او کیفیت لوړ کړو

د افغانستان لپاره د انګلستان شارژدافر ښاغلي شارټر له عامې روغتیا وزارت سره د دوامداره مجلسونو پر ارزښت او د افغانستان د روغتیا سکټور د پیاوړتیا په موخه له نړیوالې ټولنې سره د کار کولو پر اړتیا موافقه وکړه.

د عامې روغتیا وزیر د کرونا ناروغۍ او معتادینو په برخو کې د ملاتړ غوښتنه وکړه او ویې ویل: «له بده مرغه په ټول هېواد کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون څه باندې درې نيم میلیونه وګړي په نشيي توکو روږد دي، له دې برخې یې شاوخوا سل زره کسان بې کوره دي. موږ د هېواد په کچه د معتادینو د درملنې نږدې شپېته فعال روغتونونه لرو، غواړو چې د معتادینو اړوند درملنې او روحي علاج ته ځانګړې پاملرنه وکړو او د اړوند روغتونونو شمېر لا زیات کړو

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

د فراه او تخار ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس د فراه ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئيس، مولوي شیخ میر صدام د تخار ولایت د عامې روغتیا د نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۵۱
Background image

عامې روغتیا وزارت له لوري په خوست کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

ياد روغتيايي مرکزونه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او همغږۍ د IOM نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د یاد ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۵۹
Background image

نشست وزارت صحت عامه با یونیسف برای بهبود خدمات اساسی صحی در کشور

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د اساسي روغتیایي خدمتونو برخه کې د شته ننګونو او ستونزو حل په موخه د یونیسیف ادارې له مسؤلینو سره. . .

BACK TO NEWS