د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ډاکټر قلندرعباد د ايران هيواد له مرستيال سفير ښاغلي مرتضوي سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه تر سره کړه

akbari_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۰:۷
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ډاکټر قلندرعباد د ايران هيواد له مرستيال سفير ښاغلي مرتضوي سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه تر سره کړه

د يادې ليدنې موخه په  ننګرهار ، باميان او کابل کې د ايران له لوري د جوړيدونکو روغتيايي مراکزو تجهيز او تمويل او د دواړو هيوادونو ترمنځ د روغتيا په برخه کې د يوې تفاهم نامې لاسليک کيدلو په اړه خبرې اترې وې چې د روغتيا په برخه کې به د دواړو هیوادونو تر منځ لا ښه همغږي رامنځ ته کړي او په بیلا بیلو برخو کې به همکاريو ته لاره پرانيزي.

ښاغلي عباد د ايران هيواد د مرستو او دوامدارې همغږۍ څخه مننه وکړه او د روغتيا په برخه کې د دواړو هيوادونو تر منځ همغږي يې خورا مهمه وبلله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۳۶
Background image

د تخصصي او ثالثي روغتونونو د ډیپارټمنټونو د شف بستونو لپاره تقریري ازموینه واخیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مسلکي کمېټې غړو او د اکمال تخصص لوی ریاست د مسؤلینو په شتون کې د تخصصي روغتونونو د ډیپارټمنټونو د شف بستونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

د بلخ ولايت په حوزوي روغتون کې د ملاریا ناروغۍ د تشخیص یو مجهز لابراتوار فعال شو

دغه مجهز او معیاري لابراتوار چې د بلخ عامې روغتیا ریاست په ملاتړ فعال شو، د ملاریا ناروغۍ د دقیق او پر وخت تشخیص، د ناروغانو معیاري درملنې او د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو برخه کې به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د انتاناتو کنټرول او مخنیوي (IPC) برخه کې د استادانو روزنې (TOT) څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د دې پروګرام موخه په مرکز کابل کې د رابعه بلخي، اندراګاندي د ماشومانو درملنې او استقلال روغتونونو او همدارنګه، د ننګرهار، هرات، فاریاب او پکتیا ولایتونو د روغتیايي کارکوونکو د علمي او. . .

BACK TO NEWS