د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د نړیوال روغتیا امنیت د غونډې ګډونوالو ته وینا ترسره کړه

akbari_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۹:۹
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د نړیوال روغتیا امنیت د غونډې ګډونوالو ته وینا ترسره کړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ساري ناروغیو پر وړاندې د نړیوالو همغږي اړینه وبلله او ویې ویل: ( د روغتیايي متخصصینو او پرېکړه کوونکو په توګه موږ ځینې وختونه فکر کوو، چې ساري ناروغۍ تر کنټرول لاندې دي؛ مګر بیا هم موږ په ټوله نړۍ کې د دې ناروغیود ناڅاپي خپرېدو شاهد یو چې په چټکۍ سره خپرېږي.)

ښاغلي وزیر همداراز وویل: (  ساري ناروغۍ یوه نړیواله ننګونه ده؛ ځکه چې کولای شي په چټکۍ سره په  ټوله نړۍ کې خپره شي، د دې ناروغیو د څارنې او مخنیوي لپاره زموږ اوسني سیسټمونه او میتودونه تل د دوی په کنټرول کې اغېزمن نه دي لکه؛ HIV / AIDS  چې په ټوله نړۍ کې د خپرېدو لپاره کلونه وخت نيسي، په داسې حال کې چې COVID-19 په میاشتو کې په چټکۍ سره خپریږي، حتی په هغو هېوادونو کې چې پرمختللي روغتیایي سیسټمونه لري، زموږ په روغتیایي سیسټمونو او محدودو سرچینو کې نیمګړتیاوې د ناروغۍ د خپرېدو د نه وړاندوینې لامل کیږي.)

ښاغلي وزیر زیاته کړه: ( د کرونا نارغۍ څخه مونږ دا زده کړل، چې هېڅ ناروغي په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې نه ده، حتی پرمختللي روغتیایی سیسټمونه هم نه شي کولای چی دا کنټرول کړي او ساري ناروغۍ د COVID-19 په ګډون په نړیواله کچه جدي اندېښنې رامنځته کوي، په ځانګړې توګه د هغه هېوادونو لپاره چې د ودې پر حال کې دي او محدودې سرچینې لري يو ستر مشکل بلل کیږی.)

ښاغلي وزیر همداراز د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې لازمې لارې چارې وړاندې کړې او ویې ویل: ( موږ د خپلو هڅو څخه د پام وړ داسې پایلې ترلاسه کړي دي، چې د دې ناروغیو د کنټرول لپاره د ناروغیو نړیواله څارنه غوره کول، روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي زياتول، عامه پوهاوی زیاتول، کافي سرچینې تخصیص کول، پوهه شریکول او د سیمه اییزې همغږۍ پلیټ فارمونه رامنځته کول د ساري ناروغیو اغېزمن کنټرول لپاره غوره لارې دي.)

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

د فراه او تخار ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس د فراه ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئيس، مولوي شیخ میر صدام د تخار ولایت د عامې روغتیا د نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۵۱
Background image

عامې روغتیا وزارت له لوري په خوست کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

ياد روغتيايي مرکزونه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او همغږۍ د IOM نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د یاد ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۵۹
Background image

نشست وزارت صحت عامه با یونیسف برای بهبود خدمات اساسی صحی در کشور

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د اساسي روغتیایي خدمتونو برخه کې د شته ننګونو او ستونزو حل په موخه د یونیسیف ادارې له مسؤلینو سره. . .

BACK TO NEWS