د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په تورخم کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره وکتل

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۲:۱۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او تنظیم په موخه د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

 

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم سربېره د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف او د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ستونزې او نیمګړتیاوې د یادې ناستې له ګډونوالو سره شریکې کړې او مسؤلینو ته یې د حل په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

نوموړي همداراز له ټولو هغو مسؤلینو څخه، چې په تېر کې یې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د روغتیا په برخه کې خدمات ترسره کړي مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د لا چمتووالي لارښوونه وکړه.

له بل لوري د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ له مرستیال څخه دې ولایت د نوموړي له سفر څخه، چې د روغتیايي خدمتونو د ارزونې او ستونزو د حل په موخه یې ترسره کړی و مننه وکړه  او په راتلونکي کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لا چمتووالي ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

په افغانستان کې په لومړی ځل د هډوکو ماتېدنې د مخنیوي نړیوالې برنامې (SIGN) پرانیسته ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي له لوري بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې په لومړي ځل په دې ولایت کې د هډوکو ماتېدنې د مخنیوي نړیوالې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۱:۸
Background image

د عامې روغتیا وزیر فرخار ولسوالۍ اړوند، د یوخ اساسي روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي تخار ولایت د  خپل سفر په ترڅ کې د فرخار ولسوالۍ اړوند، د یوخ اساسي روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۰:۱۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر تخار ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو له اوسېدونکو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو له اوسېدونکو څخه له نږدې لیدنه ترسره. . .

BACK TO NEWS