د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا او همغږۍ لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د سرویلانس څانګې د ولایتي مسؤلینو علمي کچې لوړولو او د مرکز او ولایتونو تر منځ د ښې همغږۍ په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د دې ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي او ولایتي رئیسانو او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

 د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني سرویلانس سیستم د عامې روغتیا له بنسټیزو برخو وباله او ټینګار یې وکړ، چې د پیاوړي سرویلانس سیستم له شتون پرته د ناروغیو پر وخت کشف او اغېزمن کنټرول ممکن نه دی.

ښاغلي مرستیال وویل:( سرویلانس نه یوازې د معلوماتو راټولول دي، بلکې د معلوماتو تحلیل او پر وخت شریکول هم دي، چې له همدې لارې د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی او د خلکو د روغتیا ساتنه یقیني کېږي).

هغه د مرکز، ولایتونو او حوزو تر منځ پر پیاوړې همغږۍ ټینګار وکړ او دا یې د سرویلانس د بریا اساسي شرط وباله. نوموړي د ګډونوالو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، د تېر کال بهرنۍ ارزونه د افغانستان د سرویلانس سیستم لپاره مثبته وه، چې دا د ټولو همکارانو د ګډ کار څرګند ثبوت دی.

دغه راز، د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکتر عنایت الله عنایت د دې ډول ورکشاپونو ارزښت ته په اشارې  وویل: ( دا ډول پروګرامونه د تجربو شریکولو، د ستونزو حل او د سیستم پیاوړتیا لپاره اړین دي او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې به د خپلو کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو لپاره د ورته نورو ورکشاپونو زمینه هم برابره کړي، تر څو په هېواد کې د سرویلانس سیستم له لارې د ناروغیو پر وخت کشف، وقایه او کنټرول کې مهم رول ولوبوي).

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د روغتونونو د ډیجټلایزیشن په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند او د مرکزي روغتونونو د بېلابېلو څانګو متخصصینو شتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۹
Background image

د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا او همغږۍ لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د سرویلانس څانګې د ولایتي مسؤلینو علمي کچې لوړولو او د مرکز او ولایتونو تر منځ د ښې همغږۍ په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ۱۲۶ قلمه طبي وسایل ووېشل شول

دغه وسایل چې ارزښت یې څه باندې ۲۵۰ زره امریکایي ډالره دی، د ټولنې پیاوړتیا او پراختیا (OCED) مؤسسې له لوري د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شول.

د عامې روغتیا ریاست مسؤلین. . .

BACK TO NEWS