د سمنګان په ۲۴۰ بستریز ولایتي روغتون کې د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې
د بیا رغونې دغه چارې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په هڅو ، د ریاست الوزارء او د سمنګان ولایت مقام په حکم پیل شوې.
د سمنګان د عامې روغتیا ریاست له غوښتنې وروسته، چې یاد ولایتي روغتون له ۸۰ بسترونو څخه ۲۴۰ بسترونو ته لوړ شي، د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ هڅه وکړه، چې دغه روغتون ورغوي او د سمنګان ولایت د خلکو روغتیايي ستونزو ته د حل په موخه رسیدګي وشي.
د دې تر څنګ عامې روغتیا وزارت د یاد روغتون د بسترونو زیاتوالي تر څنګ د دغه روغتون تشکلیل له ۱۹۳ څخه ۴۸۱ زیات کړ تر څو د سمنګان ولایت خلکو ته معیاري روغتیایي خدمات وړاندې شي.