د عامې روغتیا وزیر افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې له عمومي مشرې، اغلې ډاکټر حنان حسن بلخي او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۶:۴۶
MOPH

د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې له عمومي مشرې، اغلې ډاکټر حنان حسن بلخي او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه

 

په دې ناسته کې، چې د افغانستان لپاره د يونيسف ادارې مشر، ښاغلي تاج الدین اوېلا او د روغتیا نړیوال سازمان استازو هم شتون درلود په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د محوې، په تېرو دوو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت د لاسته راوړنو، د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د ولسوالۍ کچې روغتونونو د جوړېدو، د روغتیایي سیستم د پیاوړتیا، دوامداره همکارۍ، د ساري ناروغیو د کنټرول او غوره همغږۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

 

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د واکمنېدو راپدېخوا د هېواد په روغتیایي سکتور کې د پام وړ بدلون راغلی په ځانګړي ډول د ابتدايي، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدمتونو په برخه کې او د پولیو پېښې د پخوا په پرتله کمې شوي دي او په دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي؛ ترڅو د تل لپاره له دې ناوړه ناروغۍ څخه پاک افغانستان ولرو.

د عامې روغتیا وزیر همداراز زیاته کړه موږ په لومړي ځل په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار پرانیسته؛ ترڅو د پولیو ناروغۍ  ژر او په کره ډول تشخیص شي.

نوموړي همداراز په روغتیايي سکتور کې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې همکاري اړینه وبلله او له هغوی یې وغوښتل، چې د افغان روغتیايي پروسونل د ظرفیت لوړولو، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو په رسولو، د ساري ناروغیو په کنټرول، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا او د پولیو ناروغۍ په محوه کولو کې د عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

 

له بل لوري د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو پر خپلو دوامداره همکاریو ټینګار وکړ او په دې برخو کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د عامې روغتیا وزیر د کشم ولسوالۍ اړوند، د ثمرقندي اساسي روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته د  خپل سفر په ترڅ کې د کشم ولسوالۍ اړوند، د ثمرقندي اساسي روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۴۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي داکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان  والي له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د بدخشان د عامې روغتیا رئیس د یو پرزِینټېشن په ترڅ کې د دغه ولایت د والي مرستیال په شتون کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي داکټر قلندر عباد ته په دې ولایت کې د روغتیا په برخه. . .

BACK TO NEWS