د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد پکتیکا ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت والي، ښاغلي مولوي فیض الله جمال حقاني سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
جمعه ۱۴۰۲/۴/۱۶ - ۸:۵۰
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد پکتیکا ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت والي، ښاغلي مولوي فیض الله جمال حقاني سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د پکتیکا والي، مولوي فیض الله جمال حقاني د پکتیکا ولایت روغتیايي ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې او مننه یې وکړه چې د دې ولایت روغتیايي ستونزو د اورېدو په موخه یې دې ولایت ته سفر کړی دی.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په دې ولایت کې شته روغتیايي ستونزې واورېدې او د پکتیکا والي، مولوي فیض الله جمال حقاني ته یې د حل ډاډ ورکړ.

ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ټولو هغو سیمو ته چې په تېر کې ورته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې او اوسېدونکي یې له روغتیايي خدماتو محروم پاتې دي، پوره پاملرنه کوي او معیاري روغتیايي خدمات ورته وړاندې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۴
Background image

په کندز ولایت کې د انتاني ناروغيو درملنې ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتون‌ پرانيسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد ولايت د مقام  مرستیال، د امارتي ادارو يو شمېر رئیسانو، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو، متخصصينو، قومي مشرانو او د رسنیو استازو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د غزني حوزوي روغتون د ودانیزو چارو او روغتیايي خدماتو ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د غزني حوزوي روغتون له خدماتو، نوي تعمیر او د اکسیجن پلانټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه تر سره کړه:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۳۶
Background image

د قزاقستان په مرسته په کابل کې د ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز روغتون طرحه نهایي شوه

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی ریاست اړوند د پلان او برنامه‌ ریزۍ ریاست له لوري په مرکز کابل کې د قزاقستان هېواد له لوري د جوړېدونکي ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز. . .

BACK TO NEWS