د غور ۲۵۰ بستریز ولایتي روغتون کې د هیموډیالیز څانګه پرانستل شوه او په فعالیت یې پیل وکړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۶
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د غور د عامې روغتیا رئیس عبدالواحد حماس، د ولایت د مقام استازي، د اړوندو ادارو او همکارو بنسټونو مسؤلینو، ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو شتون درلود.

د غور د عامې روغتیا رئیس د هیموډیالیز څانګې فعالېدل د روغتیایي خدماتو په ښه والي کې یو مهم ګام وباله او دغه څانګه یې د هغو ناروغانو د ژوند ژغورنې وسیلې په توګه یاده کړه، چې د پښتورګو له کمزورتیا سره مخ دي.

همدارنګه، نوموړي د همکارو بنسټونو له لوري د دوامداره همکاریو پر پیاوړتیا او د روغتیایي خدماتو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.

همداراز، د غور د ولایتي روغتون مسؤلینو د عامې روغتیا ریاست له ملاتړ څخه مننه وکړه او د هیموډیالیز څانګې فعالېدل یې یوه اساسي اړتیا وبلله. هغوی وویل، د هیموډیالیز خدماتو له فعالېدو وروسته د دې برخې ناروغان اړتیا نه لري، چې نورو ولایتونو ته سفر وکړي او په دې ولایت کې به ورته د لوړ کیفیت لرونکي روغتیایي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۷
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اتلسمه ماده درېمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اتلسمه ماده درېمه فقره:

د هوایي ډګرونو او د طیارو کارکوونکي (پیلوټ، انجینر او خدمه) په هېڅ ډول نه شي کولای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو مخنیوي او کنټرول لوی ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه اووه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې روزنیز پروګرام کې چې د لوګر او میدان وردګ ولایتونو ۹۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و، د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، لومړني تشخیص، درملنې، روغتونونو ته د ناروغانو راجع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۳۲
Background image

د هرات سیمه‌ییز روغتون کې د شکرې ناروغۍ د کنټرول او مدیریت ظرفیت لوړولو لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د شکرې ناروغۍ د کنټرول او مدیریت برخه د هرات ولایت سیمه ییز روغتون د ظرفیت لوړولو په موخه له Welfare Organization for Poverty Reduction and Advocacy- WOPRA م. . .

BACK TO NEWS