په شیخ زاید روغتون کې د آکسیجن  تولید څانګه پرانیستل شوه

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۲ - ۱۵:۴۸
په شیخ زاید روغتون کې د آکسیجن  تولید څانګه پرانیستل شوه

 چهارشنبه، جوزا ١١/ ۱۴۰۱
 د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي او ملګري پلاوي یې د یوې غونډې په ترڅ کې د شیخ زاید روغتون د اکسيجن د تولید څانګه پرانیسته او  ګټې اخيستتې ته وسپارله.
 د وزارت د پاليسۍ او پلان مرستيال په دغه روغتون کې د روغتيايي خدمتونو د کيفيت او د ناروغانو د روغتيايي حالت د ښه والي په خاطر د دغې دستګاه فعالول يو اغيزمن ګام وباله او ويې ويل چې دغه دستګاه د اروپايي اتحاديې، آغاخان بنسټ او کورديد مٶسسې په مالي مرسته د ١٦ ميليوڼه افغانيو په ارښت ،  د اوو مياشتو  په موده کې جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
 ډاکټر غياثي زياته کړه، چې دغه دستګاه په يوه ورځ او شپه کې د څلويښتو اکسيجن بالونونو د توليد وړتيا لري، چې د ناروغانو د روغتيا په برخه کې به ترې کار واخلي.
 د يادونې وړ ده، چې د آغا خان دفتر د کورديد  له انستيتوت سره په همکارۍ په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، باميان، نيمروز، هرات، پکتيا، کابل او اروزګان ولايتونو کې لس د آکسيجن دستګاوې  نصب کړي، چې په کې د  اووه ولایتونو د جوړيدو کار تمام  او درې نور ولایتونه ګټې اخستنې  ته چمتو دي.
 د شیخ زاید روغتون ۱۰۸ بستره لري او په دغه روغتون کې ډاکټران د عصبي جراحي، عصبي او د عاجل پاملرنې په څانګو کې ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

په هرات کې د درملو سکتور ستونزو په اړه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د درملو پلورونکو اتحادیې له رهبري پلاوي سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتي روغتیايي همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د عامې روغتیا وزارت انلاین غونډه

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل‌ الهي عليزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا له مسوولینو سره انلاین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۴۰
Background image

د یو ملي سوداګر له لوري د نیمروز ولایت زرنج ښار حوزوي روغتون سره د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو او وسایلو مرسته وشوه

یاد ملي سوداګر ګل احمد نور زاد د روغتیايي سکتور ملاتړ او اهمیت ته په اشارې وویل، چې دغه ډول مرستې به په فراه او کندهار ولایتونو کې هم دوام ولري.

همدارنګه، د یاد روغتون رئیس ډاکټر. . .

BACK TO NEWS