د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا ریاست نظارتي ټیم له لوري د روانې اوونۍ په ترڅ کې لاندې فعالیتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۶
moph

له ۳۶ پلورنځيو څخه نظارت شوی، چې شاوخوا ۱۲۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي ترې راټول شوي دي.

* له ۱۰ روغتیایي کتنځایونو څخه نظارت ترسره شوی، چې له ډلې یې ۷ روغتیایي کتنځایونه تړل شوي دي.

* له ۷ لابراتوارونو څخه نظارت شوی، چې ۵ لابراتوارونه تړل شوي دي.

* ۳ بابه د غاښونو کلینیکونو څخه نظارت شوی، چې ټول تړل شوي دي.

* همداراز د ډاکټرانو له یوې ټولنې څخه نظارت شوی، چې هغه هم وتړل شوه.

د یادونې وړ ده، چې د کاپیسا ولایت په کچه هره شپه له روغتیايي مرکزونو او درملتونونو څخه دوامدار نظارت ترسره کېږي، چې په ترڅ کې یې یو شمېر روغتیایي مرکزونه د ځینو نیمګړتیاوو او یا هم د لازمو اسنادو نه لرلو له امله تړل شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۸
Background image

د خراسان شهرک عالي لېسې څه باندې ۲۱۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۲
Background image

په لوګر کې د مېندو پاملرنې روغتیايي خدماتو د دوام لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د لوګر ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Afghan Midwives Association- AMA مؤسسې سره د (۲۹۶۰۵۴) دوه سوه شپږ نوي زره او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د درمل جوړونې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رئيس، مولوي عبدالبصیر قانع او مل تخنيکي پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د درملو جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې. . .

BACK TO NEWS