د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د سمنګان ولایت له روغتیايي خدمتونو څخه لیدنه ترسره کړه
![د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د سمنګان ولایت له روغتیايي خدمتونو څخه لیدنه ترسره کړه](/sites/default/files/2024-01/whatsapp_image_2024-01-13_at_11.51.52_6119e445.jpg)
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده، سمنګان ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له روغتیايي مسئولینو او د روغتیايي خدمتونو له څرنګوالي څخه لیدنه ترسره کړه.
د مالي او اداري چارو مرستیال همداراز روغتیايي کارکوونکو ته د ولس د لا ښه خدمت په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.