د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په خپل کاري دفتر کې د دغه وزارت د مرکزي ریاستونو له رئیسانو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
Tue, Feb 06 2024 9:03 AM
Meeting

د یادې لیدنې موخه د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ریاستونو له لوري د ۱۴۰۳  هـ ش کال لپاره د وړاندیز شوو بستونو څخه دفاع او د هغوی اړوند معلوماتو شریکول وو.

د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال یوه ځانګړې کمېټه، چې په تشکیل کې یې د بشري سرچینو، معالجوي طب، پلان او پالیسۍ، څارنې او ارزونې، مالي او د روغتیایي سیستم د څارنې او معلوماتو راټولو ریاستونو استازي شامل و جوړه کړه؛ تر څو دوی و کولای شي د بستونو له ارزونې وروسته هغه بستونه چې اړتیا ورته لیدل کیږي په تشکیل کې شامل او غیر ضروري بستونه د ۱۴۰۳ هـ ش کال د تشکیل څخه لرې کړي.

په پام کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۳ هـ ش کال لپاره وړاندیز شوی تشکیل د معلوماتو  راټولولو او نهایي کولو وروسته د چارو ادارې محترم ریاست ته د راتلونکو اجرااتو لپاره واستول شي.

Latest news

Thu, Apr 23 2026 1:25 PM
Background image

MoPH Signs $456,136 Contract with RHDO to Expand Healthcare Services in Balkh

The Ministry of Public Health has signed a $456,136 contract with the (RHDO) organization to strengthen and expand healthcare services for residents of Balkh province.

This contract. . .

Thu, Apr 23 2026 1:17 PM
Background image

Momin Group Donates Medical Supplies Worth AFN 276,000 to Sultanpur Health Center in Nangarhar

Several essential items, medicines, and medical equipment worth 276,000 Afghanis were provided to the Sultanpur Health Center in Surkh Rod district, Nangarhar province.

This assistance. . .

BACK TO NEWS