د عامې روغتیا وزارت اړوند جمهوریت روغتون د ریفورم او په دې روغتون کې هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
Sun, Mar 24 2024 2:04 PM
MOPH

ياده ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ عمومي ریاست د رئیس، ډاکټر میرویس احمدزي، د جمهوریت روغتون د منظمو روغتیايي چارو پر مخ وړولو لپاره د جوړې شوې کمېټې د مشر، ډاکټر ایمل وردګ او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو شتون کې ترسره شوه، چې د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د اړتیا وړ په بېلا بېلو طبي ماشینونو او تجهیزاتو د یاد روغتون پر سمبالولو، د نویو روغتیايي  څانګو پر فعالولو، د روغتون د غوره مدیریت لپاره د نویو کسانو پر ګمارنو او ورته نورو موضوعاتو اړوند په کې بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ عمومي رئیس، ډاکتر میرویس احمدزي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې پورتنیو موضوعاتو ته پر اشارې د یادې کمېټې له غړو وغوښتل، چې له دې روغتون څخه له نږدې لیدنه ترسره او د اړتیا وړ ټول موضوعات نوټ کړي؛ تر څو د راتلونکو اجرااتو لپاره د عامې روغتیا وزارت له مقام سره شریک شي.

Latest news

Tue, Apr 28 2026 3:57 PM
Background image

A ten-bed haemodialysis unit has been officially put into operation at Helmand Provincial Hospital

The opening ceremony was attended by Helmand Governor Haji Maulvi Amaanuddin Mansoor, Public Health Director Dr. Naqibullah Fateh, as well as a number of other officials and healthcare. . .

BACK TO NEWS