د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ له قومي مخورو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
Wed, Apr 03 2024 11:25 AM
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو، د ولسوالۍ د کچې روغتونونو جوړېدو او د تېر په پرتله د ولسونو روغتیايي ستونزو ته د ښې او معیاري رسېدنې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د موسهي ولسوالۍ مخورو د خپلې سیمې روغتیايي ستونزې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه یې د مننې ترڅنګ خوښي څرګنده کړه، چې د تېر په پرتله یې اوسمهال غږ اورېدل کېږي او روغتیايي ستونزو ته یې رسېدنه کېږي.


د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد وویل، چې په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورو ولسوالیو تر څنګ موسهي ولسوالۍ ته هم ځانګړې پاملرنه شوې او لا به یې ستونزو ته رسېدنه وشي.

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:46 AM
Background image

Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi Leads Delegation in Bangladesh to Boost Pharmaceutical Cooperation

During an official visit to Bangladesh, a technical delegation from the Afghanistan Food and Drug Authority of the Ministry of Public Health, led by Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi,. . .

BACK TO NEWS