په نیمروز ولایت کې د خصوصي روغتیایی سکتور څخه نظارت تر سره شو
د نیمروز ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په مرکز زرنج ښار کې له یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو او د وچو شيدو او مالګې له یو شمېر ګودامونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې له ځینو پلورنځیو یو اندازه له نېټې تېر او بې کیفیته توکي راټول کړل شول.