د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د خیرخانې 102بستریز په پام کې لري چې د اړتیا وړ 132 قلمه طبي ملزمو چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره MOPH/GDCM/HRP/KHH/NCB-1403/GO1 ده تړون د (آُسیا فارما شرکت) ته ورکړي.
د تړون لومړنۍ بیه (2069260) دوه ملیونه نهه شپېته زره دوه سوه شپېته افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.