د عامې روغتیا وزارت اړوند ملکیتونو د خوندي ساتلو او تثبیت په موخه لیدنه تر سره شوه

rasooli_admin
Sun, Dec 08 2024 1:50 PM
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت د عامې روغتیا وزارت اړوند ملکیتونو د خوندي ساتلو او تثبیت په موخه په کابل خوشحال خان مېنې سیمه کې د دې وزارت اړوند نږدې ۱۸ جریبه ځمکې احاطوي دېوال له چارو څخه لیدنه ترسره کړه.

د دې لیدنې موخه له غصب څخه د یادې ځمکې خوندي ساتل، د روانو چارو څخه له نږدې کتنه او په دې برخه کې د سیمې اوسېدونکو سره د لا ښې مفاهمې ترسره کول وو.

 هېره دې نه وي، چې د عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې د خپلو ملکیتونو د تثبیت او خوندي ساتلو چارو ته پاملرنه زیاته کړې؛ ترڅو هېوادوالو ته د روغتیايي خدماتو رسولو په برخه کې ورڅخه په اغېزمنه توګه کار واخلي.

 

 

Latest news

Thu, Apr 23 2026 1:25 PM
Background image

MoPH Signs $456,136 Contract with RHDO to Expand Healthcare Services in Balkh

The Ministry of Public Health has signed a $456,136 contract with the (RHDO) organization to strengthen and expand healthcare services for residents of Balkh province.

This contract. . .

Thu, Apr 23 2026 1:17 PM
Background image

Momin Group Donates Medical Supplies Worth AFN 276,000 to Sultanpur Health Center in Nangarhar

Several essential items, medicines, and medical equipment worth 276,000 Afghanis were provided to the Sultanpur Health Center in Surkh Rod district, Nangarhar province.

This assistance. . .

BACK TO NEWS